سرپل (پژواک ٢٧ زمرى ٩٤): د سرپل چارواکي وايي، د دې ولايت څلور قاضيان چې د استيناف محکمې مشر هم په کې شامل دى، د وسله والو مخالفينو له لوري تښتول شوي دي.
د سرپل د امنيه قوماندانۍ وياند امان الدين امان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو د سرپل – جوزجان پر لويه لاره د جوزجان د مرکز شبرغان ته نږدې د تونکه په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، د سرپل د استيناف محکمې مشر قاضي ميرويس او له ده سره مل دوه محرران او يو قاضي چې له جوزجان څخه د سرپل په لور په يوه کرولا ډوله موټر کې روان وو، وسله والو طالبانو درولي او له ځان سره يې وړي دي.
خو طالبانو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د قران کريم يو حافظ د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوى دى.
د بګرام امنيه قوماندان محمد معصوم فرزه يي، پژواک اژانس ته وويل، دغه قاري شکېب نومېده او نن مازيګر د هوايي ډګر مخې ته پرې مخپټو ناپېژاندو وسله والو ډزې وکړې، چې دى په کې وژل شوى او يو بل ماشوم ټپي شوى دى.
د هغه په وينا، پوليس هڅه کوي، چې د دې پېښې عاملين ونيسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن