ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نشه يي توکو او مسکراتو ٢٦قاچاق وړونکي ونيول شول

د نشه يي توکو او مسکراتو ٢٦قاچاق وړونکي ونيول شول

author avatar
18 Aug 2015 - 12:33
د نشه يي توکو او مسکراتو ٢٦قاچاق وړونکي ونيول شول
author avatar
18 Aug 2015 - 12:33

کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): د نشه يي توکو د قاچاق په تور په اوو ولايتونو کې ٢٦ کسان د پوليسو له خوا نيول شوي  چې اوسمهال د نشه يي توکو او مسکراتي جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز کې ترعدلي او قضايي تعقيب لاندې دي.

د دغه مرکز له خوا نن (د زمري ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا کسان په بلخ، ننګرهار، کندوز، جوزجان، تخار، پروان او بدخشان ولايتونو کې نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د نيول شوو کسانو اړوندې دوسيې په دغه مرکز کې د لومړنيو څېړنو له بشپړېدو وروسته د عدلي تعقيب لپاره د نشه يي توکو او مسکراتو له جرمونو سره د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ رياست ته استول شوي دي.

د خبرپاڼې په قول، د نيول شوو کسانو له ډلې په ټوليز ډول ٢٤ کيلوګرمه هيرويين، څه باندې ٣٨٥ کيلوګرامه ترياک، ٢١٨ کيلوګرامه چرس، ١ ميل وسله، ٢٨ تيليفوني سيټونه او ١٠ بېلابېلې لېږدونې وسيلې نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د نيول شوو اشخاصو د هويت په اړه څه نه دي ويلي شوي.

د سرچينې د معلوماتو له مېخ، ياد شوي مرکز د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې  ٣٢٨ کسانو د ٣١٠ قضيو په تړاو تر عدلي تعقيب لاندې نيولي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې ددې مودې په اوږدو کې کندهار ولايت له ٣٦ جرمي قضيو، هلمند له ٢٣  او ننګرهار له ٢٠ جرمي قضيو سره د نشه يي توکي او مسکراتو د جرمي قضيو لرونکو ولايتونو د لړليک  په سرکې راځي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.