ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وروستیو پیښو په اړوند د افغانستان د مدنې ټولنې اعلامیه

author avatar
18 Aug 2015 - 12:22
author avatar
18 Aug 2015 - 12:22

کابل: (د ١٣٩٤ کال د زمري ٢٧ مه) د مدنې ټولنې او د افغانستان د اکاډیمیکې ټولنې د ګڼ شمیر غړو، فعالینو او ډلو په هغه غونډه کي چي د تیرې پنجشنبې په ورځ (د زمری ۲۳مه) په کابل کي د شاه شهید د پیښې د قربانیانو سره د خواخوږۍ په موخه جوړه شوی وه، په کابل کي روان نا امنه وضعیت وڅیړل شو. ګډونوالو دغه بریدونه په کلکه وغندل او د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه. ګډونوالو همداراز هوکړه وکړه ترڅو د مدنې ټولنې غږ د بیلابیلو پیغامونو له لارې د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې تر غوږونو ورسوې. دوی پر دې هم هوکړه وکړه، ترڅو د پاکستان او افغانستان پر ولسونو غږ وکړې چي د دواړو هیوادونو ولسونه خپل منځې دیالوګ ته سره کښنې او د اسلامي ایډیالوژۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستنې د سیاسې اجنډا په ترڅ کي خپل ولسونه د ظلم او افراطیت څخه وژغورې.

د افغانستان اسلامي جمهوی حکومت ته:

د افغانستان د مدنې ټولنې فعالین پر افغان دولت غږ کوی، ترڅو د تیرو څو لسیزو د غمژنو پیښو څخه په زدکړې سره، د ملکي او بیګناه افغانانو د مرګ ژوبلې جدې غبرګون وښیې. دغه غبرګون باید بیړنۍ، منسجم، سیستماتیک، او په غوره توګه د بنسټیزو مرستو په راټولولو سره د قربانیانو د حیثیت په پام کي نیولو ره سم وي . ټول اړوند دولتې او نادولتې فعالین باید د لمړنیو مرستو څخه نیولې تر پرمخ تللو روغتیایې درملنو د وړاندې کولو او د ټولو مادې او معنوی زیانونو د ارزونې په موخه خپلې ممکنه منابع په کار واچوی او د ځانې او مالي زیانونو په ګډون، زیانمن شویو کسانو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړی. حکومت باید د یوه مهم وزارت له لورې د بیړنیو مرستو یو میکانیزم رامنځته کړی، او د دې ډول پیښو او د هغې د قربانیانو سره د بیړنیو مرستو لپاره یوه ځانګړې بودجه وټاکې.

مونږ همداراز د افغانستان پر دولت غږ کوو تر د ترهګرۍ سره د مبارزې خپله تګلاره په بشپړ ډول له سره وګورې، لږ تر لږه خپل د تاسیساتو او امنیتې طرزالعملونو د رامنځته کولو له اړخه. په دوامداره توګه لیدل شوی، چي اکثره پیښې د استخباراتې ادارو په سمه توګه د دندو د نه اجرا او د جدی ګواښونو او بریدونو څخه د مخنیوې د پلانونو د نه شتون له امله رامنځته شوی. مونږ د دې سپارښتنه کوو چي موجوده تګلارې د جدې بیا کتنې لپاره بشپړې ارزونې ته اړتیا لرې، ترڅو زمونږ د زړه ورو امینتې ځواکونو د خطر او مرګ ژوبلې کچه را ښکته کړای شو.

بهر میشتې افغان سیاسې نمایندګۍ، چي د نورو دوه اړخیزو دندو سربیره، د ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کي د ستراتیژيکي ملګرتیا په پیاوړې کولو کي هم مهم رول لری، نړیوالې ټولنې ته په افغانستان کي د روانو جګړو د واقعې انځور په وړاندې کولو کي پاتې راغلې. زمونږ د بهرنۍ پالیسۍ پر جدې بیا کتنې سربیره، سپارښتنه کیږې، ترڅو په سفارتونو کي ګمارنې د قومي او سیاسې اړیکو پرځای، د استعداد او وړتیا او ملي ارزښتونو ته د ژمنتیا پر بنسټ ترسره شي، د دیپلوماتانو بشپړه روزنه وشي، او یوازې هغه کسان وګمارل شي، چي په غوره توګه د هیواد استازیتوب کولای شي.

د امنیتې او بشرې حقونو له اړخه د رسنیو حساسول د ستر اهمیت وړ خبره ده، په ځانګړې توګه کله چي د پیښو او قربانیانو انځورونه د تلویزیونو پر پردو خپریږې. د ماشومانو لخوا د تلویزیون پر پردو د وحشیانه پیښو او د قربانیانو د وجود د غړو د ټوټو لیدل، په راتلونکې کي د دوی پر شخصیت او روان جدی اغیزې پر ځای پریښودلای شي، او د دې تر څنګ د دې ډول راپورونو خپرول د حکومت ضد ډلو لخوا خپل په ګټه هم کارول کیدای شي.

د بمې بریدونو د یوې قربانې شوی پیغلې قدسیې جسد چي جامې یې ټولې سوزیدلې وې، د پوښلو او حتې د امبولانس پرته کور ته ولیږدول شوه. کله چي د دې کورنۍ د دې د مړینې په ماتم بوخت ول، د درناوې پرته په ټکسی کي خپل د ګرانې لور جسد په راوړلو نور هم غمژن شول.

قضاء د پر وخت عدالت د تأمین مسؤولیت لری، او باید په جدی توګه د معافیت د کلتور څخه ډډه وکړی. هر هغه څوک چي په ترهګریزو اعمالو کي د لاس لرلو په تور نیول کیږې، او یا هغه څوک چي د بیګناه کسانو په وینو یې لاسونه ککړ وي، باید پرته له هر ډول زړه سوی د افغانستان د نافذه قوانینو سره سم مجازات شي.

د افغانستان رسنیو او مدنې ټولنې بنسټونو ته:

که څه هم په مدنې ټولنه کي د نظرونو اختلاف او پلورالیستیکې (کثرت ګرا) نظرونه زمونږ ځواکمنتیا او د یوې دیموکراتیې ټولنې په توګه ژوندې پاتې کیدل ګڼل کیږې، په عمومي توګه د بشر په وړاندې او په ځانګړی ډول د افغانانو په وړاندې د افراطیت د ګواښونو زیاتیدل، زمونږ د ملکي وګړو د ژوند د لاسه ورکولو په بیه تمامه شوی. ځکه نو، په مشترک ډول د ګواښونو په وړاندې د دریدلو په کار کي د مدنې ټولنې همغږیتوب او یو له بل سره مرسته ډیره مهمه ګڼل کیږې. مونږ پر رسنیو غږ کوو ترڅو تحقیقې ژورنالیزم ته وده ورکړې، واقعې "کارپوهان" خپلو خپرونو ته را وبلې، او د هغو کسانو د رابللو څخه ډډه وکړې چي ښه سابقه او وړتیا نلری. دا هغه څه دي چي د مدنې ټولنې ترمنځ د بحثونو او شخړو لامل ګرځیدلای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.