ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د دوو قوماندانانو په ګډون اووه وسله وال وژل شوي

غزني کې د دوو قوماندانانو په ګډون اووه وسله وال وژل شوي

author avatar
18 Aug 2015 - 15:15
غزني کې د دوو قوماندانانو په ګډون اووه وسله وال وژل شوي
author avatar
18 Aug 2015 - 15:15

غزني ښار (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): د غزني ولايت سيمه ييز چاوراکي وايي چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې د دوو طالب قوماندانو په ګډون اووه وسله وال وژلي دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دریمې لوا ویاند فضل خدا نورمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د غزني په قره باغ، اب بند او اندړو ولسواليو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په لړ کې د طالبانو د دوو قوماندانو په ګډون ٧ تنه وژل شوي او ١٤ نور يې ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د عملياتو پر مهال دوه موټرسايکل، يو موټر او يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ هم پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه په قره باغ، اب بند او اندړو ولسواليو کې عمليات کړي دي.

دى هم وايي چې په دغو عملياتو کې ٢١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ننګ زياته کړه چې د عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې تېره شپه او نن سهار په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه زياته کړه: ((ما په خپلو سترګو وليدل چې دوه پوليس ټپيان وو او د يو طالب مړى پروت و.))

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک ته د يادو عملياتو په اړه بې خبري وښوده خو زياته يې کړه چې طالبانو تېره شپه په غزني ولايت کې د ملي اردو درى سرتېري وژلي او درى نور يې ټپيان کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.