کابل (پژواک ٢٧ زمرى ٩٤) : د يوې نوې طرحې له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخامخ درملنې خدمتونو وړاندې کولو لپاره د هېواد په بېلابيلو ولايتونو کې ٣٠ دولتي روغتونونه له انټرنيټ سره نښلوي.
د دې طرحې د پلي کولو هوکړه ليک، نن کابل کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او د عامې روغتيا وزيرانو تر منځ لاسليک شو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير عبدالرزاق وحيدي د ياد هوکړه ليک د لاسليک په مراسمو کې وويل، د دې کار د تر سره کولو موخه له انټرنټ څخه د درملنې په برخه کې د ګټې اخيستنې لپاره د اسانتياوو برابرول دي.
د هغه په وينا، د دې پروګرام په پلي کېدو سره به، کوم روغتونونه چې تر پوښښ لاندې نيول کېږي، کولى شي چې له لرې واټن څخه د چارو د پرمختګ لپاره په لا اغېزمنه توګه خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.
وحيدي زياته کړه، ټاکل شوي ده دا طرحه د دوو اوونيو په موده کې پيل او په راتلونکو پنځو کلونو کې د مخابراتو وزارت له بوديجې څخه د شاوخوا دوو ميليونو ډالرو په ارزښت پلې شي.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز د مخابراتو وزارت د دې ګام په اړه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، د دې پروګرام له مخې به په ټول هېواد کې ٣٠ دولتي روغتونونه تر پوښښ لاندې راشي.
هغه وويل، له معلوماتي ټکنالوجۍ څخه ګټه اخيستل، د دې ترڅنګ چې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسى زياتوي، په کورنۍ کچه د هېواد د روغتونونو ترمنځ او ان له نړيوالو روغتيايي مرکزونو سره کاري تخصصي اړيکي ټينګوي.
د عامې روغتيا وزير زياته کړه: "د دې ټکنالوجۍ په کارونې سره به له ډاکټرانو سره د ناروغانو اړيکې ټينګې شي او همداراز له لرې پرتو ولايتونو څخه به د ډاکټرانو لپاره له تخصصي مرکزونو سره د مشورو کولو موکه هم برابره شي."
په تېرو ١٤ کلونو کې افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې پرمختګونه شوي دي، خو اوس هم د دې خدمتونو وړاندې کولو کچه ټيټه ده او هر کال زرګونه کسان د درملنې لپاره له هېواده بهر په ځانګړې توګه هندوستان ته ځي.
د عامې روغتيا وزارت د اټکل له مخې، افغان ولس هر کال په بهرنيو هېوادونو کې د درملنې او روغتيايي خدمتونو تر لاسه کولو په موخه څه باندې ٣٠٠ ميليونه ډالر لګوي.
د عامې روغتيا وزير دې موضوع ته په اشارې سره وويل، تمه کېږي چې له انټرنټ سره د هېواد د روغتونونو نښلول او له دې لارې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو سره به، بهرنيو هېوادونو کې د درملنې په موخه د افغانانو په لګښتونو کې څه باندې ٧٠ ميليونه ډالر کمښت راشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن