ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې يوه پوليسه او يو څارنوال وژل شوي

په کندهار کې يوه پوليسه او يو څارنوال وژل شوي

author avatar
18 Aug 2015 - 15:22
په کندهار کې يوه پوليسه او يو څارنوال وژل شوي
author avatar
18 Aug 2015 - 15:22

کندهار (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): په کندهار کې په دوو جلا پېښو کې يوه ښځينه پوليس افسره، يو څارنوال او يو پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

لومړۍ پېښه د زمري په ٢٧مه غرمه مهال د پنجوايي ولسوالۍ په مرکز کې شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ د څارنوال او پوليسو تر منځ لفظي شخړه رامنځته او وروسته وسله واله نښته شوې چې په پايله کې يې څارنوال طيب الله او يو پوليس وژل شوي او يو بل پوليس ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه، تر اوسه معلومه نه ده چې د څارنوال او پوليسو تر منځ د شخړې انګېزه څه ده.

ده وويل، په دې اړه به وروسته رسنيو ته معلومات ورکړي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني هم پېښه تاييد کړه، خو نور جزئيات يې ور نه کړل.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې پنجوايي ولسوالۍ ته د امنيې قومندانۍ د څېړنې پلاوى تللى، څو د پېښې اصلي لامل معلوم کړي.

د يوه بل خبر له مخې، د کندهار د امنيې قوماندانۍ اړوند يوه ښځينه پوليس افسره د هدفي وژنې په پايله کې وژل شوې ده.

د کندهار د والي وياند صيمم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ښار اړوند د دريمې ناحيې د ملا په کلي کې شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه ښځينه پوليسه د درملنې لپاره روغتون ته پر لاره وه چې ناڅرګندو کسانو ورباندې ډزې کړې چې په لومړيو کې سخته ټپي شوې وه او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

دى وايي، د پېښې عاملين نه دي نيول شوي، خو پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

په کندهار کې تر دې وړاندې هم د هدفي وژنو ګڼې پېښې شوې چې په کې د امنيتي سرتېرو تر څنګ دولتي کارکوونکي هم په نښه شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.