لښکرګاه (پژواک، ٢٨ زمرى ٩٤): په هلمند ولايت کې هم نن د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت مراسم نيول شوو و او په ترڅ کې يې د دغه ولايت د مدني ټولنې لسګونو ځوانانو د هېواد د خپلواکۍ د ۹۶مې کالیزې په ویاړ وینه ورکړه.
دغه مدني فعالین د غازي امان الله خان د تل پاتي ویاړ د ساتنې په خاطر نن بُست دولتي روغتون ته ورغلل او د ویني بانګ ته يې وینه ورکړه.
د بُست روغتون روغتیا پالان وايي چې په روغتون کې د وینې له کمښت سره مخ دي، په داسې حال کې چې د جګړې قربانیان او ټپیان وینې ته اړتیا لري.
په هلمند کې د مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد وایي چې د جګړې له ټپیانو سره د وینې مرسته کوي او له دې وروسته هم که کله اړتيا پېښه شي دوى حاضر دي نوره وينه هم ورکړي.
نوموړی وايي چې الله ج د قران شریف په یوه ایت شریف کي فرمايي: ((چا چې د یوه انسان ژوند وژغوره، داسې دى لکه د ټولو انسانانو ژوند يې چې ژغورلی وي.))
په هلمند کې د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشیر احمد شاکر وايي: ((موږ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶یمې کالیزې په مناسبت د لسګونو مدني ځوانانو په شمول د خپلو سرتېرو د ستاینې او ملاتړ په موخه بُست روغتون ته راغلو او وینه مو ورکړه.))
د يادونې، د خپلواکۍ د نمانځلو په مناسبت نن د هېواد په کوټ کوټ کې ځانګړي مراسم او جشنونه جوړ شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن