کابل (پژواک،٢٩ زمري ٩٤): د افغانستان جمعيت اسلامي وايي، چې د هېواد او د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون په کچه، په ټاکنيز نظام کې د اصلاح راوستو لپاره پياوړې سياسي اراده شتون نه لري.
د جمعيت اسلامي د څارنې کمېټې نن " په ټاکنو کې روڼتيا د سياسي ټينګښت ضامن" تر نوم لاندې ناسته جوړه کړه چې په ترڅ کې يې د ١٣٩٣ کال ولسمشرۍ ټاکنې وڅېړل شوې او راتلوونکو رڼو ټاکنو تر سره کولو لپاره لارې چارې وړاندې شوې.
په دې غونډه کې د مختلفو مدني ټولنو ، سياسي ګوندونو او ټاکنيزو بنسټونو نظرونه او وړانديزونه د رڼو ټاکنو د ترسره کولو په تړاو واورېدل شول ،چې وروسته به د يوې اصلاحي ټولګې په توګه وړاندې او د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون کولى شي چې د اصلاحاتو را منځ ته کولو کې ترې ګټه واخلي.
د جمعيت اسلامي د څارنې کمېټې مسوول سيدبرهان الدين خليلي وويل:" موږ باور نه لرو چې د هېواد او ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون په کچه دې په ټاکنيز نظام کې د کره او معياري اصلاحاتو راوستلو سياسي اراده شتون ولري او د ټاکنو کمېسيون دا وړتيا نه لري چې بنسټيز اصلاحات را منځ ته کړي."
خو هغه ټينګار وکړ چې بيا هم د ټاکنيزو اصلاحاتو له کمېسيون څخه دا تمه لري چې د ټاکنو د تخصصي بنسټونو او مدني ټولنې په همکارۍ دې له سياسي تړاونو څخه پرته په عمل لاس پورې کړي ، د هېواد ټاکنيز نظام دې سم کړي او اوسني ګډوډ حالت ته دې د پاى ټکى کېږدي څو په ټاکنيزو کمېسيونونو د خلکو باور رامنځ ته شي.
خليلي زياته کړه، چې تېرې ټاکنې له ننګونو او بدناميو ډکې وې ، ټولې اوسنۍ ستونزې له تېرو ټاکنو رنګ اخلي ، چې سياسي، اقتصادي او ټولنيز وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي.
په دې ناسته کې د سياسي چارو شنونکي احمد سعيدي وويل،چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون يو سياسي اداره او ټول غړي يې د ملي وحدت حکومت د مشرتابه استازي دي ، هېڅ راز اجرايي واک نه لري او يوه پرېکړه يې هم نه پلي کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د حکومت په کچه په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوستو پياوړې سياسي اراده شتون نه لري او د حکومت ارادې ته په پام سره ، راتلوونکې ټاکنې به هم رڼې تر سره نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټاکنو کې د اصلاحاتو کمېسيون وايي، ټول هغه نظرونه چې د هېواد د بېلابېلو پرګنو له لوري مطرح کېږي هغه مطالعه کوو او کوم شى چې د ټاکنو کمېسيون يې د افغانستان په خير وبولي هغه به د خپلو اصلاحاتي وړاندېزونو په لړ کې ولسمشر ته وړاندې کړو.
ددې کمېسيون د مشر شاه سلطان عاکفي په وينا، هغه رايې چې په دې ورستيو کې د هېواد له بېلابېلو پرګنو څخه تر لاسه شوې دي ، ډير وړانديزونه دا وو چې د ټاکنو بهير دي روڼ شي او دا هغه وخت ترسره کېداى شي چې د پياوړتيا پر بهير او ټاکنيزو حوزو څارنه لږ تر لږه د ولسي جرګې ټاکنو لپاره کمه شي.
هغه وويل:" بله مسله چې نظرونه په کې شامل وو، ويل شوي چې ټاکنيزې درغلۍ او سرغړونې بايد له جرمونو څخه جلا شي ، يا دې د افغانستان د جزا په قانون او يا دې د ټاکنيزو قوانينو په برخه کې ځانګړي شي څو جرم تر عدلي تعقيب لاندې راشي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن