ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ الف لوبډله هېواد ته راستنه شوه

د کرکټ الف لوبډله هېواد ته راستنه شوه

author avatar
20 Aug 2015 - 17:12
د کرکټ الف لوبډله هېواد ته راستنه شوه
author avatar
20 Aug 2015 - 17:12

کابل ( پژواک، ٢٩ زمرى ٩٤ ) : د هېواد د کرکټ الف لوبډلې په سريلانکا کې د يو شمېر تمريناتي سياليو له ترسره کولو وروسته هېواد ته را ستنه شوه.

د الف لوبډله درې اوونۍ مخکې د يو شمېر دوستانه او تمريناتي سياليو ترسره کولو په موخه سريلانکا ته تللې وه.

د هېواد الف لوبډلې د سريلانکا له پرمختيايي لوبډلې څخه دوه څلور ورځنۍ او دوه يو ورځنۍ لوبې وګټلې ، يوه لوبه د باران له امله مساوي پا‌ى ته ورسېده او څلورمه دسريلانکا لوبډلې وګټله.

د کابل د حامد کرزي  نړيوال هوايي ډګر کې د زمري په ٢٩مه، د ملي الف لوبډلې هرکلي ته د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي، په تخنيکي چارو کې د کرکټ بورډ د عمومي رييس مرستيال تاج ملوک عالم، د اجراييوي رياست مرستيال دوست محمد نظري او د دغې ادارې يو شمېر کارکونکي، مينه وال او د رسنيو همکاران ورغلي وو.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي په هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل چې ځوانو استعدادونو ته وده ورکول يې له بنسټيزو موخو څخه دي.

هغه زياته کړه : ((  الف لوبډله زموږ د ملي لوبډلې لپاره د حمايوي قوې په توګه رول لوبوي او د دوی په مهارتونو کې پياوړتيا زموږ د کرکټ راتلونکي لپاره يو اړين اصل دی.))

 ستانکزي د سريلانکا پرمختيايي لوبډلې پر وړاندې د الف لوبډلې غوره لوبې وستايلې او زياته يې کړه چې، ځوانو لوبغاړو د خپلې ښې لوبې پر مټ د غوره راتلونکې ډاډ ورکړ.
د الف لوبډلې روزونکي رييس احمدزي پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال له خپلې ادارې مننه وکړه، چې دوى ته يې له هېواد څخه بهر د تمريناتو او لوبو زمينه برابره کړه.

هغه زياته کړه، چې ددې سفر او سياليو پر مهال ځوانو او مشرانو تجربه لرونکو لوبغاړو له ځانه ښې وړتياوې وښودې چې له امله به يې د ملي لوبډلې د راتلونکو لوبو لپاره ديوې ښې لوبډلې په ټاکلو کې ګټور ثابت شي.

نوموړي په ځانګړې توګه د نور علي ځدراڼ، نجيب ځدراڼ، حشمت الله شاهدي، حمزه هوتک او يو شمېر نورو ځوانو لوبغاړو د لوبو ستاينه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.