کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٤): ولسمشر غني د حاجيانو د لېږد بهير د پيلېدو هرکلى کړى او لارښوونه يې کړې، چې حاجيانو ته داسې تدابير ونيسي، چې له امله يې ټول افغان حاجيان په پوره ارامۍ د حج فريضه ترسره کړي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني، بیت الله شریف ته د افغان حاجیانو د لېږد د بهیر د پیلولو هرکلی وکړ.
سرچينه کاږي، د ولسمشر غني په لارښوونه د حاجیانو د لېږد کمېسیون او د حج او اوقافو وزارت مسوولینو ته دنده سپارل شوې، چې حاجیانو ته داسې تدابیر ونیسي، چې له امله یې ټول افغان حاجیان په ډاډ او ارامه روحیه انتقال شي او په پوره ارامي د حج سپېڅلې فریضه ادا کړي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د حاجیانو د لېږد پروسه دې د دوی تر بېرته راستنېدو پورې په بریالیتوب ترسره شي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د حاجیانو د لېږد د عملیاتي پلاوي د راپور پر بنسټ، سږ کال افغان حاجیانو ته ډېرې اسانتیاوې، لکه د ټکټونو د بیې ټیټوالی، د تېرو کلونو په پرتله په سعودي عربستان کې د استوګنې او خوړو زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
سرچينې کښلي، نن (پنجشنبه د زمري ۲۹مه) د حاجیانو د لېږد د عملیاتي پلاوي او د حج او اوقافو وزارت د مسوولینو په حضور کې د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتنه د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه بیت الله شریف ته ولېږدېده.
د خپرپاڼې د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې سږکال څلرویشت زره، دوه سوه او پنځوس تنه حاجیان له کابل، هرات، کندهار او مزارشریف څخه په څلورو اوونیو کې د یوې شفافې پروسې له لارې د الهي فریضې د ادا کولو په موخه بیت الله شریف ته ولېږدول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن