ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نيمروز کې د بيارغونې کمې پروژې عملي کېږي

په نيمروز کې د بيارغونې کمې پروژې عملي کېږي

author avatar
20 Aug 2015 - 15:39
په نيمروز کې د بيارغونې کمې پروژې عملي کېږي
author avatar
20 Aug 2015 - 15:39

 زرنج(پژواک، ٢٩ زمرى ٩٤):د نيمروز ولايت د خلکو استازي او ځايي چارواکي وايي، امنيتي ستونزو د ټولګټو پروژو د عملي کېدو مخه نيولې او په امنو سيمو کې بيا دولت د بيارغونې کارونو ته چندان پاملرنه نه ده کړې.

 نيمروز له هلمند او فراه ولايتونو سره پوله لري اوخلک وايي، سره له دې چې امنيت ښه دى، خو وسله وال  مخالفين کله کله له ګاونډيو ولسواليو څخه ددې ولايت امنيت ګواښي.

دوى پرنسبي امنيت خوښي څرکنده کړه، خو د بشپړامنيت د خوندي کولو او د ټولګټو پروژو په ځانګړي ډول د سړکونو، کلينيکونو، اوبو بندونو او...پروژو دعملي کولوغوښتونکي دي.

د نيمروز د ولايتي شورا غړى ملا ګل احمد احمدي وايي چې امنيتي وضعيت د تېر په پرتله ښه شوى، خو په خاشرود، دلا ارام  او چهار برجک ولسواليو کې نا امنيو خلک اندېښمن کړي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو له هلمند او فراه ولايتونو څخه دې درېيو ولسواليو ته لار موندلې او د نا امنيو سبب کېږي.

احمدي زياته کړه چې وسله وال مخالفين د خاشرود پر مرکز  او امنيتي پوستو پرله پسې راکټي بريدونه کوي،دولتي کسان وژني او د سړک پر غاړو ماينونه ږدي.

د ولايتي شورا دا غړى وايي چې د ٢١٥ ميوند قول اردو ځواکونه چې په شورابک کې مېشت دي او د هلمند او دلارام د امنيت ساتلو دنده ور د غاړې ده، بايد د نيمروز د امنيت خوندي کولو کې هم ونډه واخلي.

هغه وويل:((په خاشرود کې د بيارغونې هېڅ کار نه دى شوى، درې ښوونځي فعال دي چې د کارونو مسووليت يې د ځايي سپين ږيرو پر غاړه دى، زيات احتمال شته چې د شاوخوا اتو سوو زده کوونکو دا ښوونځي هم د وسله والو مخالفينو له خوا بند شي.))

احمدي بيارغونه له امنيت سره وتړله او څرګنده يې کړه چې خلک د امنيت په برخه کې له دولت سره همکاري کوي او اړينه ده چې د ټولګټو پروژو په عملي کولو کې جدي اقدام وکړي.

د نيمروز يو اوسېدونکى محمدصابر وايي چې په ځينو ولسواليو کې امنيت ښه دى، خو په دلارام او خاشرود ولسواليو کې ستونزې شته چې د بيارغونې د پروژو مخنيوى کوي.

د خاشرود دې هټۍ وال زياته کړه:((موږ له دولته غواړو چې زموږ کانال پاک کړي، زموږ سړک د قير او کلينيک دې جوړ کړي.))

دده په خبره،  وسله وال مخالفين د خاشرود ولسوالۍ د مرکز او زرنج- دلارام لويې لارې پرته په نورو سيمو کې فعاليت لري او دولت په دې سيمو کې هېڅ فزيکي شتون نه لري. دولت بايد دا سيمې چاڼ کړي او ټولګټې پروژې په کې پلې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.