ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر جنرال دوستم وسله وال  بريد وشو

پر جنرال دوستم وسله وال بريد وشو

author avatar
21 Aug 2015 - 17:22
پر جنرال دوستم وسله وال  بريد وشو
author avatar
21 Aug 2015 - 17:22

ميمنه(پژواک،٣٠زمرى٩٤): د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم پر موټريز کاروان وسله والو طالبانو بريد وکړ خو ده او ملګرو ته يې زيان نه دى اوښتى.

د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له شاوخوا درېيو اوونۍ راهيسې په فارياب ولايت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پر پوځي عملياتو بوخت دى.

د جنبش ګوند مرستيال مسعود احمد مسعود د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د قيصار ولسوالۍ په دو ابي سيمه کې د جنرال دوستم پر موټريز کاروان بريد وکړ.

د مسعود په وينا ، د بريد پر مهال د جنرال دوستم پر ټانګ او څو نورو موټرو مرمۍ لګېدلي خو دوستم او ملګرو ته يې زيان نه دى اوښتى.

هغه وايي چې په ځوابي ډزو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان دي.

د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري پژواک ته وويل چې په دې نښته کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي ، چې جسدونه  يې اوس هم په سيمه کې پراته دي.

خو له جنرال دوستم سره سيمې ته تللى خبريال حبيب الرحمن قوياش وايي چې په دې نښته کې اته طالبان وژل شوي او ١٣تنه نور  نيول شوي دي.

هغه وايي چې د يادو طالبانو موټرسايکلونه، وسلى او نور مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.