ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زرګونو کسانو په جوزجان کې د پاکستان پر ضد لاريون وکړ

زرګونو کسانو په جوزجان کې د پاکستان پر ضد لاريون وکړ

author avatar
22 Aug 2015 - 19:10
زرګونو کسانو په جوزجان کې د پاکستان پر ضد لاريون وکړ
author avatar
22 Aug 2015 - 19:10

شبرغان (پژواک، ٣١ زمرى ٩٤): ((که چېرته پاکستان د ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړي، حاضر يم چې د خپلو وروڼو تر څنګ وسله واخلم او له خپل هېواد نه دفاع وکړم.))

دا څرګندونې د جوزجان په مرکز شبرغان کې د څه باندې درې زرو لاريون کوونکو له ډلې څخه د زويا زلال په نامه د يوې مېرمنې دي.

هغې په دې لاريون کې وويل، پر هغو ځوانانو وياړي چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې خپله وينه ورکوي او له هېواده دفاع او ساتنه کوي.

مېرمن زلال  په دې خوځښت کې د  سلګونو نورو ښځو تر څنګ زياته کړه: ((پاکستان وسله وال مخالفين پر وسلو او امکاناتو تمويلوي او هغوى زموږ د هېواد امنيت خرابوي، زموږ ښوونيز، فرهنګي او ... بنسټونو ته زيان رسوي.))

معترضينو د ((مرګ د پاکستان پر جنرالانو، پاکستان دې د افغانستان په اړه خپل سياست ته مثبت بدلون ورکړي)) شعارونه ورکول.

په دې لاريون کې يو درې ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر شو چې په کې ويل شوي، که پاکستان په افغانستان کې خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړي، په ټول توان به يې پر وړاندې ودرېږي او مبارزه به وکړي.

د پرېکړه ليک په بله برخه کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له هغه طرحې ملاتړ شوى، چې له پاکستان سره يې د اړيکو د پرېکون په اړه کړې او په کې راغلي، چې دولت بايد له دې طرحې هرکلى وکړي.

د ننني لاريون يوه وينا وال کينجه کارګر وويل: ((د پاکستان د څارګرې ادارې (آى ايس آى) جنرالان بايد پوه شي چې په افغانستان کې داسې ځوانان او جنرالان شته، چې د پاکستاني جنرالانو پزه په خاورو وموښي او په هېواد کې له عزت او ازادۍ څخه دفاع وکړي.))

دې مدني فعال زياته کړه، پاکستان د وسله والو مخالفينو، راکټ ويشتنو، چاودنو او ځانمرګو د ملاتړ له لارې غواړي چې د هېواد امنيت ګډوډ کړي او د افغانستان خلک له امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او ورڅخه ملاتړ کوي.

کارګر زياته کړه، په ټوله کې په هېواد کې د امنيتي ځواکونو او په فارياب کې د جنرال دوستم له عملياتو ملاتړ کوي او د فارياب عمليات چې ارګ په لارښوونه پيل شوي، ښې پايلې يې ورکړې دي.

د ويلو ده چې تېره اوونۍ، جنرال دوستم د يوه پاکستاني جنرال د وژلو او نن د ملي اردو ځواکونو د فارياب د قيصار په جګړه کې  د دوو ازبکستاني او يوه پاکستاني وګړي په ګډون د څلورو وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړى دى.

خو پاکستان په افغانستان کې د خپلې لاسوهنې د ردولو تر څنګ ادعا کړې، چې د افغانستان د سولې د خبرو او د خبرو مېز ته د طالبانو له حاضرولو څخه ملاتړ کوي او په افغانستان او سيمه کې د سولې غوښتونکى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.