ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپين بولدک کې په لومړي ځل ورزشي لوبغالى جوړ شو

سپين بولدک کې په لومړي ځل ورزشي لوبغالى جوړ شو

author avatar
22 Aug 2015 - 14:44
سپين بولدک کې په لومړي ځل ورزشي لوبغالى جوړ شو
author avatar
22 Aug 2015 - 14:44

کندهار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٤): د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره يو وزرشي لوبغالى جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د لوبغالي د پرانيستې په مراسمو کې د سپين بولدک ولسوال حاجي سيدعلي، د کندهار د سپورټ امر محمدالله ګلالي، د ولسوالۍ قومي مشرانو او لوبغاړو ګډون کړى و.

د سپين بولدک ولسوال حاجي سيدعلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لوبغالى په شخصي لګښت پر ٧ جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى.

د نوموړي په وينا، خوښ دى چې په دې ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د سپورت په برخه کې غوره ګام اخيستل کېږي او د ځوانانو لپاره ورزشي لوبغالى جوړېږي.

هغه زياته کړه، سپين بولدک ولسوالۍ يوه ګڼ مېشته سيمه ده چې ځوانانو يې تر اوسه يوې سالمې بوختيا ته لاسرسى نه درلود.

دى وايي، د لوبغالي په جوړېدو سره به ځوانان له نشو او نورو بې لاريو راګرځېدلي وي او د هغوى تر منځ به ورزش وده وکړي.

د کندهار د سپورټ امر محمدالله ګلالي پژواک اژانس ته وويل، د سپين بولدک ولسوالۍ ورزشي لوبغالى د دې ولسوالۍ د فوټبال د فدراسيون د مشر خيرمحمد ګلالي له خوا د ٨ ميليونه او ٦ سوه زره افغانيو په لګښت د يوه کال په موده کې جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، سپين بولدک ولسوالي په بېلابېلو برخو کې تکړه ورزشکاران لري، خو لوبغالى يې نه درلود خو اوس يې دا اړتيا پوره شوه.

دى وايي، په جوړ شوي لوبغالي کې د فوټبال تر څنګ ١٢ ډوله بېلابېلې ورزشي لوبې ترسره کېداى شي.

د سپين بولدک د فوټبال فدراسيون مشر خيرمحمد ګلالي وويل، په دې ولسوالۍ کې د نورو لوبو تر څنګ د فوټبال لوبغالي او مينه وال ډېر وو، خو لوبغالى نه و، په همدې بنسټ يې دلته په خپل شخصي لګښت د لوبغالي جوړولو هوډ وکړ.

دى وايي، هڅه به وکړي د کندهار ښار او نورو ولايتونو فوټبال لوبډلې وخت پر وخت سپين بولدک ولسوالۍ ته راوغواړي، څو دلته لوبې ترسره کړي او ځوانان د زده کړو تر څنګ ورزش ته وهڅول شي.

د سپين بولدک ولسوالۍ يوه ځوان بخت محمد پژواک اژانس ته وويل، له فوټبال سره ډېره مينه لري، مخکې به ځوانانو په سپېرو ميدانونو کې د فوټبال لوبه کوله، خو اوس چې ميدان جوړ شوى، نو په چمن لرونکي ميدان کې به لوبې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.