ميمنه (پژواک، ٣١ زمرى ٩٤): په فارياب ولايت کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې يو افغان او درې بهرني طالبان ووژل شول او ١١ نور نيول شوي دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو رييس ارکان تورن جنرال غلام حيدر حيدري وايي، دا عمليات د ملي اردو، پوليسو او ملي امنيت له خوا د قيصار ولسوالۍ د چهارشنبې سيمې د چاڼولو په موخه پيل شوي وو، چې په وژل شوو کې د درېيو بهرنيو وګړو هويت تثبيت شوى، چې دوه يې ازبکستاني او يو يې پاکستانى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د عملياتو په ترڅ کې څو وسله وال مخالفين هم ژوبل شول، ١١ ونيول شول چې وسلې او مهمات يې لاس ته راغلي دي.
حيدري د پېښې په ځاى کې وويل: ((طالبانو او بهرنيو ترهګرو تل له دې موقعيت نه د دولتي او ګډو ځواکونو پر کاروانونو بريدونه کول او کمين يې نيوه، موږ له پلان سره سم د سړک دواړه خواوې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې کړې.))
د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال سبحان قل ابراهيمي وويل، د غوره امنيت د خوندي کولو لپاره به ډېر ژر پر قيصار-غورماچ لويه لاره د ملي اردو او ملي پوليسو څو پوستې جوړې کړي.
هغه زياته کړه، په دې عملياتو کې د ملي اردو چورلکو هم ونډه اخيستې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د جنرال دوستم د موټرو پر کاروان هم د قيصار په دوابي سيمه کې وسله والو طالبانو بريد وکړ، خو خپله جنرال دوستم او د هغه د کاروان ملګرو ته زيان ونه رسېده او په ځوابي بريد کې د يوه ازبکستاني په ګډون اته طالبان ووژل شول، ١٣ نور له څو موټرسايکلونو، پيکا او راکټونو سره د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل.
طالبانو په خپله وېبپاڼه کې ادعا کړې. چې په دې بريد کې يې د جنرال دوستم د کاروان ٩ ملګري وژلي او يواځې دوه طالبان وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن