ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايسا د پانګونې د کچې پر ټيټوالي اندېښنه  وښوده

ايسا د پانګونې د کچې پر ټيټوالي اندېښنه وښوده

author avatar
23 Aug 2015 - 15:33
ايسا د پانګونې د کچې پر ټيټوالي اندېښنه  وښوده
author avatar
23 Aug 2015 - 15:33

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): د افغانستان له پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا) مشر وايي چې د پانګونې کچه د تېر زېږديز کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله ١٢٠ ميليونه ډالره کمه شوې ده.

د دې ادارې په خبره، د پانګونې ډېر کمښت د کانونو، صنايعو او ودانيو په برخه کې رامنځته شوى دى.

د ايسا ادارې مشر محمدقربان حقجو پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د پانګونې اندازه ٣٩٠ ميليون ډالره وه، خو د روان زېږديز کال په ورته موده کې دا شمېره ٢٧٠ ميليونه ډالرو ته رسېدلې ده.

په افغاسنتان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې مشر په افغانستان کې د پانګونې د څه باندې ١٢٠ ميليون ډالرو پر کمښت اندېښنه وښوده  او ګواښ يې وکړ: ((په هغه صورت کې چې د اقتصادي ودې اوسنۍ کچه ښکته شي، هېواد به له اقتصادي ناورين سره مخ شي.))

حقچو زياته کړه چې حکومت بايد له پانګونې ملاتړ وکړي او پانګه والو او سوداګرو ته مناسبه زمينه مساعده کړي.

ايسا ادارې څه موده وړاندې د پانګونې برخې ته د دولت له نه پاملرنې شکايت کړى و او ويلي يې وو چې حکومت تر اوسه پورې د هېواد د اقتصادي پراختيا لپاره هېڅ ډول پروګرام نه دى وړاندې کړى.

د ايسا ادارې مشر په ډاګه کړه، خپل سل کلن پلان يې چې پاليسي جوړول او په سکتورونو کې د اقتصادي وضعيت او ننګونو پېژندل په کې شامل دي، چمتو کړى چې په دغه پلان کې يې د ننګونو حل لارې هم په پام کې نيولې دي.

هغه څېړنې او سروې ګانې هم د خپل سل ورځني پروګرام نورې برخې وبللې او ويې ويل: ((سروې او څېړنې د دې لپاره کوو چې د هېواد له اقتصادي وضعيت نه روښانه تصوير ولرو او پوه شو چې ايسا کومو خدمتونو ته زياته اړتيا لري.))

دا په داسې حال کې ده چې په ٢٠١٤ لمريز کال کې کورنيو او بهرنيو پانګه والو په هېواد کې د بحراني وضعيت په سبب له پانګونې سره چندان لېوالتيا نه لرله او پانګه بهر ته د تېښتې په حال کې وه.

د هېواد بحراني وضعيت د پانګې اچونې په برخه کې لېوالتيا کمه کړې او تر څنګ يې دا وضعيت د دې سبب شوى چې افغانۍ د بهرنيو اثارو په ځانګړي ډول ډالرو پر وړاندې په بې ساري ډول وغورځېږي.

يو امريکايي ډالر تر تېر کال پورې د ٥٧ افغانيو په بدل کې تبادله کېده، خو اوسمهال څه باندې ٦٣ افغانيو ته رسېدلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.