کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): په داسې حال کې د برېښنايي تذکرو د وېش په اړه اندېښنې زياتې شوې چې چارواکي وايي، ولسمشر د ځينو مواردو په باب اندېښنه لري.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره بشپړ چمتووالى نيول شوى او دا بهير د ولسمشر فرمان ته انتظار باسي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې امله چې ولسمشر غني پر ځينو مواردو کتنې لري، د تذکرو وېش لړۍ ځنډېدلې ده او هڅه کوي چې دا پروسه په کره او سمه توګه پر مخ ولاړه شي.
رحيمي زياته کړه: "له تخنيکي اړخه هېڅ ستونزه نشته، خو ولسمشر غني ټينګار کوي چې بايد د معلوماتو پر ملي مرکز ډېر تمرکز وشي څو دا معلومات رسوا نه شي او ولسمشر له دې اړخه اندېښمن دى."
خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند په ډاګه کړه چې دا اندېښنې به راتلونکو ورځو کې لرې شي او ډېر ژر به د برېښنايي تذکرو د وېش بهير پيل شي.
د وزيرانو شورا په وروستي ځل پرېکړه وکړه چې د برېښنايي تذکرو وېش لړۍ دې د زمري ٢٨مه پيل شي؛ خو وروسته ولسمشر غنى وويل چې دا نېټه د هېواد د ازادۍ بېرته اخيستو له ورځې سره سمون خوري او په دې ورځ کې به ټول تمرکز د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو پر ستاينې او تقدير ورټول وي.
هغه زياته کړه چې د دې پروسې ازمايښتي پړاو به په راتلونکو ورځو کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د هېواد د مشرانو، سياسي څېرو، قومي مشرانو او مخورو په ګډون پيل شي.
په برېښنايي تذکرو کې د يو کس اړوند ټولې ځانګړنې ليکل کېږي چې د درغليو او لاسوهنو مخه به په کې ونيول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې مشر د برېښنايي تذکرو د وېش له ادارې سره خپلې مرستې ځنډولې دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مشر فرانز ميشل ميلبين (Franz-Michael Mellbin)، د دې تصميم لامل د برېښنايي تذکرو په وېش کې د افغان حکومت د دريځ نا روښانتيا بولي.
هغه تېره ورځ وويل، تر څو چې دا بهير پيل نه شي، له اړوندې ادارې سره به د اروپايي ټولنې مرستې ځنډېدلې وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن