ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سروې: د شمالي ولايتونو په کارځايونو کې د ښځو د ځورونې کچه ٦٥ سلنه شوې

سروې: د شمالي ولايتونو په کارځايونو کې د ښځو د ځورونې کچه ٦٥ سلنه شوې

author avatar
23 Aug 2015 - 13:56
سروې: د شمالي ولايتونو په کارځايونو کې د ښځو د ځورونې کچه ٦٥ سلنه شوې
author avatar
23 Aug 2015 - 13:56

مزارشريف (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): د رشد په نوم څېړنيزې او مشورتي موسسې ترسره شوې سروې د شمال زون په څلورو ولايتونو کې په کاري چاپېريال کې د ښځو د ځورونې نسبي کچه ۶۵ سلنه په ډاګه کوي.

دغه سروې چې د دغه دفتر له خوا په بغلان، بلخ، سمنګان او جوزجان ولايتونو کې ترسره شوې ده؛ د دوه سوه پوښتنو له مخې په کې په ادارو کې د کارکوونکو مېرمنو د ځورونې نسبي کچه معلومه کړې ده.

دغه سروې د لسو کسانو له خوا په دغو ولايتونو کې په بېلابېلو بڼو ترسره شوې ده.

د رشد موسسې مسوول حسن ازر مهر پژواک خبري اژانس ته وويل، سروې په ډاګه کوي چې د دغو ولايتونو په کاري چاپېريال کې د کارکوونکو مېرمنو د ازار کچه ۶۵سلنو ته رسېږي.

نوموړي زياته کړه، د دوی موندنې ښيي چې ٥،١٤  سلنه مېرمنې عملاً د کار پر مهال ځورول شوې دي.

همدا راز۳۰ سلنه مېرمنو له نورو سره د ازار ګواهي ورکړې او ۱۹سلنه مېرمنې د نورو ښځو پر وړاندې د ازار له پېښو خبرې شوې دي.

د هغه په وينا، له هغو مېرمنو چې دندې ترسره کوي او دوی ورسره مرکې کړې دي، ۳۵سلنه يې په هېڅ ډول له ازار سره نه دي مخ شوي.

په جوزجان ولايت کې د يادې سروې يوې کارکوونکې زهرا پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ټولنه کې د مېرمنو د ځورونې د ډېرو پېښو شاهده ده.

نوموړې زياته کړه چې په خپله هم د پوهنتون د دورې د دندې د پيدا کېدو پر مهال او نورو داسې وختونو کې چې له کومې ادارې سره په اړيکه کې وه، له ځورېدنې سره مخ شوې ده.

د هغې په وينا، خوشاله ده چې د مېرمنو په اړه د ځورونې د کچې د معلومېدو د شوې سروې يوه تر سره کوونکې وه.

د رشد موسسې مسوول ازر مهر وويل چې په دې سروې کې هغه ټولې مېرمنې شاملې دي چې يو ډول نه يو ډول له کاري ادارو سره په تړاو کې پاتې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې له ادارو څخه د باندې د مېرمنو د ځورولو کچه د دې سروې برخه نه ده. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.