ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې ٢٦٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار کې ٢٦٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
23 Aug 2015 - 13:52
په ننګرهار کې ٢٦٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
23 Aug 2015 - 13:52

کابل (پژواک،  د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د وسپنيز مثلث په نوم په پيل شوو ګډو عملياتو کې نږدې ٢٦٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وسپنيز مثلث په نوم عمليات د روان لمريز کال د زمري په لسمه نېټه د ګډو امنيتي ځواکونو ، ملي اردو، ملي امنيت، ملي او د عامه نظم پوليسو له لوري  د خوګياڼو ، شېرزادو او حصارک په ولسواليو کې پيل شوي چې د امنيتي چارواکو په وينا، په برياليتوب سره روان دي. 

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزيري  او د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د يادو عملياتو په اړه وروستي معلومات له رسنيو سره شريک کړل.

جنرال وزيري وويل چې ځواکونه يې په ښو وسلو سمبال دي او د دې وړتيا لري چې د هېواد او خلکو دښمنانو ته په هر ډول حالاتو کې ماتې ورکړي.

هغه زياته کړه چې د يادو عملياتو له پيل راهيسې ګډو امنيتي ځواکونو د متقابلو بريدنو په پايله کې ١٤٨ وسله وال مخالفين وژلي او ١١٠ نور يې ټپيان کړي دي.

د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو پر مهال ٦٤ شکمن کسان نيول شوي چې له دې ډلې ٢٨ يې کشفي ادارو ته سپارل شوي  او پاتې نور خوشي شوي دي.

جنرال وزيري وويل چې په دغو عملياتو کې يو شمېر وسلې، درې موټرسايکل، او يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د هغه په وينا، په وژل شوو کې د وسلوالو مخالفينو درې مهم قوماندانان، د خوږياڼو لپاره د طالبانو مرستيال ولسوال ، درې ماين جوړوونکي او يو پاکستانى ډاکتر شامل دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد  وويل چې ياد  عمليات د کورنيو ځواکونو په بشپړې همغږۍ سره په برياليتوب سره روان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.