لښکرګاه (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د هلمند په دوو ولسواليو کې امنيتي ځواکونه او وسله وال طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
د ٢١٥ ميوند قول اردو د لومړۍ لوا رييس ارکان ډګروال محمد سرور خوشحال د وږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو له تېرې ورځې را هيسې په خانشين ولسوالۍ کې پوځي عمليات پيل کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ٢٥وسله وال طالبان وژل شوي او د ملي اردو يو سرتېرى ټپي شوى دى.
ده وويل چې د يادو عملياتو پر مهال يو شمېر سيمې هم د وسله والو مخالفينو له شتونه پاکې شوې دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره ورځ په خانشين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته نښته شوې ده.
هغه وايي چې امنيتي ځواکونه سيمې ته د عملياتو په موخه راغلي خو د طالبانو له کلک غبرګون سره مخ شول او تر جګړې وروسته تر لسو ډېرو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه راز د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ افغان ځواکونو د موسى کلا ولسوالۍ په محمد لعل سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.
سرچينه ليکي چې په دغو بريدونو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
خو د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بيا پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د موسى کلا ولسوالۍ په مرکز کې دوه امنيتي پوستې نيولې دي.
هغه وايي چې د پوستو د نيونې پر مهال طالبانو ١٤ميله وسله او دوه موټر هم ترلاسه کړي دي.
خو امنيتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن