ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخابراتو وزارت وياند په دغه وزارت کې د پراخ فساد خبر ورکړ

د مخابراتو وزارت وياند په دغه وزارت کې د پراخ فساد خبر ورکړ

author avatar
24 Aug 2015 - 14:14
د مخابراتو وزارت وياند په دغه وزارت کې د پراخ فساد خبر ورکړ
author avatar
24 Aug 2015 - 14:14

کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند په دغه  وزارت کې د چارواکو د بې کفايتۍ او د پراخه فساد له ادعا وروسته استعفا ورکړه، خو د دغه وزارت چارواکي يې ادعا بې بنسټه او له حقيقته لرې بولي.

نصرت رحيمي وايي، د فساد له مواردو يو هم ((په سلام مخابراتي شبکه )) کې و چې مخابراتي کمپنۍ او وزارت سره يو شول او دا شبکه يې ناکامه کړې ده او له بازار نه يې د سلام کرېډېټ کارتونه راټول کړي دي.

هغه چې نن يې يوې خبرې غونډې ته خبرې کولې، وويل چې بايد دولتي کارکوونکو ته د سلام سيمکارټونه ووېشل شي، خو پر ځاى يې د خصوصي شبکو سيمکارټونه ورکړل شوي چې دا خپله سلام مخابراتي شبکې ته يو ګوزار دى.

رحيمي زياته کړه چې د سلام په فعالېدو سره نه يواځې چې بيې ښکته شوې، د مخابراتو کيفيت هم لوړ شو. په دې شبکه کې ٦٥ ميليونه ډالر پانګونه شوې، خو نه يواځې چې وده يې نه ده کړې، بلکې له نورو  مخابراتي شبکو سره سيالي نه شي کولاى.

رحيمي زياته کړه چې وزارت د مخابراتي شبکو جريمه بښي چې دا خپله يو لوى خيانت دى او بايد ونه بښل شي، سرغړوونکي مخابراتي کمپنۍ بايد جريمه شي، څو چې په ځان کې سمون راولي.

هغه زياته کړه چې په تېر کې د هېواد ٩٠ سلنه برخه تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلي وه، خو اوس يې پوښښ کم شوى دى.

هغه زياته کړه: ((پخوا مو د اکثره ولايتونو خلکو ته ٥٠ سلنه انټرنيتي پوښښ رسولى و، خو اوسمهال دا ساحه هم کمه شوې ده.))

رحيمي وويل چې تر اوسه بايد انالوګ سيستم په ډيجيتل بدل شوى واى، خو دا کار  نه دى شوى، ده د سټلايت فعالېدل هم مهم وبلل او زياته يې کړه چې د سټلايټ له لارې ١٥ ميليونه ډالر ګټه ترلاسه کېده، خو د وزارت مشرتابه د بې کفايتۍ په سبب، نه يواځې چې دا پيسې نه دې ترلاسه شوې، بلکې وزارت ميليونونه ډالر زيان کوي.

د ده په خبره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې دوه  نيم ميليارده ډالره پانګونه شوې،  که چېرې د دغه وزارت حالت ته پاملرنه ونه شي، د تېرې لسيزې ټولې لاسته راوړنې به يې له منځه ولاړې شي.

هغه څرګنده کړه چې د مخابراتو د نوي وزير له راتګ سره په وزارت کې بحران زيات شوى او په وزارت کې يې د همدې بې کفايتۍ او پراخ فساد په سبب هوډ وکړ چې نن خپله استعفا وکړي.

خو د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوجۍ وزارت تخنيکي مرستيال انجنير بريالي حسام  له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې دا ادعا بې بنسټه او ناسمه وبلله.

حسام وويل: ((له بدغه مرغه چې نصرت رحيمي يو تخنيکي او فني کس نه و، د وړاندې شوو مواردو په اړه د ده ادعا بې درکه او هوايي ده.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.