ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله وال کسان د بدخشان تاريخي اثار لوټي

وسله وال کسان د بدخشان تاريخي اثار لوټي

author avatar
24 Aug 2015 - 13:06
وسله وال کسان د بدخشان تاريخي اثار لوټي
author avatar
24 Aug 2015 - 13:06

فيض اباد (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د بدخشان په ځينو سيمو کې ناامني د دې لامل شوې، څو زورواکي او ناقانونه وسله وال د لرغونو اثارو په کيندلو لاس پورې کړي او دا عامه شتمني ولوټي.

بدخشان د لرغونو ولايتونو له ډلې څخه دى او د تاريخ په اوږدو کې د تمدن او فرهنګونو مرکزيت و؛ د ورېښم لويه لار چې د ختيځ او لوېديځ سوداګريز مرکز په توګه يې چين له سوېلي اسيا سره نښلاوو، له دغه ولايته تېرېږي.

ياد ولايت زيات شمېر لرغونې سيمې لري چې د ځينو لرغونتوب زرګونو کلونو ته رسېږي.

خلک وايي چې له ډېرو کلونو راهيسې له ګواښ سره مخ د دغو اثارو د ثبت په اړه حکومتونو هېڅ ګام نه دى اخيستى، ډېرې تاريخي ابدې ويجاړې شوې دي او يا يې اثار لوټ شوي دي.

نا امنۍ او د دولت نه پاملرنه لامل شوي چې زورواکي او ناقانونه وسله وال کيندنې ترسره کړي او ترلاسه شوي اثار قاچاق کړي.

د اساسي قانون د لومړي څپرکي د نهمې مادې له مخې،کانونه، تر ځمکې لاندې زېرمې او لرغوني اثار د دولت شتمني ده او د دولت له شتمنيو ساتنه او له طبيعي زېرمو او عامه شتمنيو د سمې استفادې څرنګوالى د قانون له مخې تنظيمېږي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ مشر شېرعلي قاسمي وايي چې زياتې لرغونې سيمې په واخان، اشکاشم او درايم ولسواليو او نورو سيمو کې د زورواکو او ناقانونه وسله والو له لوري په غير مسلکي ډول کيندل شوي دي او اثار يې لوټ شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نا امنو سيمو کې د لرغونو ابدو او اثارو ساتل او خوندي کول ناشوني دي او دغه رياست ځانګړى امنيتي ځواک په واک کې نه لري چې ساتنه ترې وکړي.

قاسمي زياته کړه چې هغوى د يو شمېر ليکونو له لارې د دغه ولايت امنيتي ارګانونه خبر کړي دي چې د تاريخي اثارو په ساتلو کې مرسته وکړي خو تر اوسه ورته پام نه دى شوى.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د لرغون پېژندنې مدير حاجي بېګ "صابري" وويل چې ناقانونه وسله والو په تېرو کلونو کې د داريم ولسوالۍ په قلعۀ حصار سيمه کې کيندنې کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې د احرام الدين په نوم يو تن ويلي چې د خپل قوماندان په امر يې د دې کلا په يو ځانګړې ځاى کې له ٢٠ تر ٣٠ کسانو د ٢٠ ورځو لپاره کيندنې کړې دي او په دې موده کې يې ١٥ متره کيندنه شوې ده.

دې پخواني سيمه ييز سرګروپ زياته کړه چې د کيندنې پر مهال يې په منظم ډول پر ډبرو فرش شوې لارې چې له يو ډول نرم ريګ څخه په کې استفاده شوې وه، وموندې او د ودانيو چتونه يې له داسې موادو جوړ شوي وو چې کلنګ هم نه شوى خوړلى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.