ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د نيالګيو روزلو فارم جوړ شو

ګردېز کې د نيالګيو روزلو فارم جوړ شو

author avatar
24 Aug 2015 - 16:31
ګردېز کې د نيالګيو روزلو فارم جوړ شو
author avatar
24 Aug 2015 - 16:31

ګردېز (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د لومړي ځل لپاره د نيالګيو د روزلو فارم جوړ او په فعاليت يې پيل وکړ.

دغه فارم د وږي په ٢مه د پکتيا د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست او ځينو نورو دولتي چارواکو له خوا پرانيستل شو.

د پکتيا د کرنې، مالدارۍ اوبو لګولو رياست مشر ذبيح الله حسن زي وويل چې دغه فارم په شل جريبه ځمکه په شخصي لګښت رغول شوى دى.

نوموړی زياته کړه: ((له دې سره به اوس بزګران داسې نيالګيو ته لاسرسی پيدا کړي چې روزل به يې ډېر کم زحمت وغواړي او هم به يې حاصلات د نورو په پرتله ډېر ښه وي.))

ده وويل چې تر دې وړاندې د پکتيا بزګرو به کلونه کلونه خواري کوله خو له نيالګيو څخه يې د پام وړ حاصلات نه شوى ترلاسه کولاى.

حسن زى وايي چې د دغه فارم له فعالېدو سره به دغه ستونزه نوره نه وي.

دغه راز د دغه  فارم مسوول انجنير سليمان احمدزي پژواک ته وويل چې دغه فارم به هر کال لسګونه زره نيالګي په ارزانه بيه خلکو ته ورکوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه فارم کې هر ډول مېوه لرونکي نيالګي روزل کېږي.

ده زياته کړه : (( موږ هغه نيالګي دلته روزو چې له دې خاورې، اوبو او هوا سره سم وي ځکه ډيرې وخت سوداګر دلته هغه نيالګي راوړي چې نه يي له اوبو او نه يي هم له هوا سره سم وي.))

د احمدزي په وينا، دغه فارم به د پکتيا ولايت ترڅنګ ګاونډيو ولايتونو ته هم روزل شوي نيالګي ورکړي.

د پکتيا اوسېدونکي او بزګر محمديوسف پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې اوس ډېرو خلکو باغدارۍ ته مخه کړې ده.

هغه د ياد فارم له جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه: ((موږ پخوا له کابل او يا هم نورو ولايتونو څخه روزل شوي نيالګي راوړل خو اوس به له خيره دغه مشکل حل شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.