ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات- اسلام کلا د شل کيلومتره سړک  جوړېدو تړون لاسليک شو

د هرات- اسلام کلا د شل کيلومتره سړک جوړېدو تړون لاسليک شو

author avatar
25 Aug 2015 - 17:15
د هرات- اسلام کلا د شل کيلومتره سړک  جوړېدو تړون لاسليک شو
author avatar
25 Aug 2015 - 17:15

کابل (پژواک، ٣ سنبله ٩٤): په راتلونکي يو نيم کال کې به د هرات- اسلام کلا شاوخوا شل کيلومتره سړک د څه باندې لس ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شي.

د دې پروژې تړون نن په کابل کې د فوايد عامې وزارت او پلي کوونکي کورني شرکت (يونيک بېلدرز) تر منځ لاسليک شو.

د فوايد عامې وزير محمود بليغ د ياد تړون د لاسليک په ناسته کې وويل چې د دې پروژې څه باندې لس ميليون امريکايي ډالره لګښت د اېټاليا هېواد ورکوي.

د هغه په وينا، دغه سړک د هغو حلقوي سړک برخه ده چې هرات له اسلام کلا او کندهار سره نښلوي. دى وايي چې ياد ٤٥ کيلومتره حلقوي سړک ټول ٣٢ ميليونه امريکايي ډالره لګښت لري.

هغه وايي چې دغه ٣٢ ميليونه  ټول اېټاليا ورکوي او د ياد حلقوي سړک د پاتې برخې کار به هم په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

دى وايي، چې اېټاليا او ځينې نور مرسته کوونکي هېوادونه په پام کې لري چې له کابل څخه د ميدان وردګو ولايت د اونۍ تر کوتل پورې د ٥٠ کيلومتره او له اونۍ څخه تر باميانو د ٨٢ کيلومتره  سړک د جوړېدو لګښت هم ورکړي.   ده په دې اړه نور جزييات ورنه کړل.

په کابل کې د ايټاليا سفير لوچانو پيتزتی (Luciano Pezzotti) د ننني تړون د لاسليک په ناسته کې وويل چې  هېواد به يې له فوايد عامې وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.