ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې دويم ځلي کوکنار کرل شوي

هلمند کې دويم ځلي کوکنار کرل شوي

author avatar
25 Aug 2015 - 16:59
هلمند کې دويم ځلي کوکنار کرل شوي
author avatar
25 Aug 2015 - 16:59

لښکرګاه (پژواک، ٣ وږی ۹۴): د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولايت يو شمېر کروندګرو په يو کال کې د دويم ځل لپاره کوکنار کرلي او ډېر ژر به يې حاصلات هم ترلاسه کړي.

د هلمند له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست مشر لعل محمد عزیزي د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت يو شمېر کروندګرو پخوا يواځې د مني په موسم کې کوکنار کرل خو سږ کال يې د پسرلي په موسم کې هم کوکنار کرلي دي.

هغه زياته کړه: "هغه کوکنار يې چې په پسرلي کې کرلي دي  اوس يې د حاصلاتو د ټولو وخت رسېدلى دى څه موده وروسته به يې ټول کړي."

د عزيزي په وينا، حکومت د لومړي فصل د مخنيوي په موخه ځيني پروګرامونه درلودل خو د دوهم فصل د مخنيوي لپاره هېڅ هم نه لري.

هغه وويل: "دقيق معلومات نه لرم چې څومره کسانو او په څومره ځمکه کې کرلي خو که چېرې يې مخه ونه نيول شي نا امني او قاچاق به نور هم زيات شي."

دعزيزي د معلوماتو له مخې، د دوهم ځل لپاره کوکنار يواځې د هلمند په شمالي ولسواليو کې کرل شوي دي.

سنګين، موسى کلا، کجکي، نوزاد، باغران، واشير او ګرشک د هلمند ولايت شمالي ولسوالۍ دي.

د هلمند شمالي ولسواليو پر لويه لار يو موټر چلوونکي محمدنبي پژواک ته وويل: "خلک اړ دي  چې کوکنار وکري؛ ځکه بل کار نشته اوبه نه لري، په سیمه کې دوامداره جګړه وي نو څه وکړي؟"

هغه وايي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د هلمند په شمالي ولسواليو کې يوه بنسټيزه پروژه هم نه ده پلې شوې او له خلکو سره يې هم  اړينې مرستې نه دې شوې.

ده وويل: "د اول فصل په پرتله دوهم فصل ښه حاصلات ورکوي او ښه عايد هم ترې لاسته راځي."

د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکى دين محمد هم وايي چې پخوا به يواځې په مني خو اوس په پسرلي هم کوکنار کرل کېږي.

هغه زياته کړه: "همدا اوس خلک لګيا دي د کوکنار حاصلات ټولوي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.