اسعداباد ( پژواک، ٣ وږى ٩٤ ) : د کونړ امنيه قوماندان وايي چې په مرورۍ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد په شاتمبول شوى او ورته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وږي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن د دې ولايت په مروره ولسوالۍ کې د ملي اردو پر بېلا بېلو پوستو ډله ييز بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه، چې دولتي ځواکونو د وسله والو طالبانو بريدونه په شاتمبولي، پنځه وسله وال يې وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
سيدخېل وويل چې په دې نښتو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم ژوبل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې دوى درې پوستې نيولې وې او يو شمېر دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.
هغه په دې نښتو کې يواځې د يوه طالب وژل کېدل او د دوو تنو ټپي کېدل تاييد کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن