ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت د دښمن پر وړاندې رڼه ستراتېژي نه لري”

“حکومت د دښمن پر وړاندې رڼه ستراتېژي نه لري”

author avatar
26 Aug 2015 - 19:23
“حکومت د دښمن پر وړاندې رڼه ستراتېژي نه لري”
author avatar
26 Aug 2015 - 19:23

مزارشریف (پژواک ٤ وږى ۹۴): په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو وکیل عباس ابراهيم زاده وايي، حکومت د دښمن پر وړاندې رڼه ستراتېژي نه لري.

نوموړي دغه څرګندونې په مزارشريف کې د وږي په ۴مه، د فيفا له خوا د پارلماني مشاهدې د پروګرام په ترڅ کې د وکيل او موکل ترمنځ د پوښتونو او ځوابونو د غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فيفا) له خوا په بلخ ولايت کې د ولسي جرګې د غړو او د دغه ولايت د اوسېدونکو ترمنځ د پوښتنو او ځوابونو غونډه رابلل شوې وه، چې په دې جرګه کې د بلخ له يوولسو استازو څخه يواځې يوه وکيل عباس ابراهيم زاده په کې برخه اخيستې وه.

د فيفا د پارلماني مشاهدې د څانګې د اړيکو مسوول پاينده حکمت پژواک خبري اژانس ته وويل، نن يې په بلخ ولايت کې يې د ولسي جرګې د وکيلانو، ولايتي شورا غړو او د مدني ټولنو د فعالینو ترڅنګ له عامو خلکو سره په ټوليز ډول غونډه وکړه.

ده زياته کړه، له دغه پروګرام څخه يې موخه د ځواب ورکولو اصل پياوړی کول، د وکیل او موکل تر منځ د اړيکو ټينګښت او په پارلمان باندې د خلکو د باور د کچې لوړتيا ده.

د هغه په وينا، په نننۍ غونډه کې له دوی سره په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو يوه استازي عباس ابراهيم زاده برخه اخيستې وه او د وکالت د تېرې څلور کلنې دورې په تړاو يې د خلکو پوښتونو ته ځوابونه ورکړل.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي عباس ابراهيم زاده د يادې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل، چې ورته غونډې د ځوانانو د عامه پوهاوي او د معلوماتو د زياتوالي ترڅنګ د وکيل او موکل ترمنځ اړيکې پياوړې کوي.

نوموړي زياته کړه، افغانستان دمګړۍ د ناامنۍ، بېکارۍ او اداري فساد په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د هغه په خبره، د حکومت په سر کې، چې څوک اوسمهال شتون لري، د ملک ټيکدارن دي او په هېواد کې د شته بې عدالتيو پر وړاندې غلي پاتې دي.

عباس ابراهيم زاده وويل، حکومت تر دې مهاله د دښمن پر وړاندې رڼه ستراتيژي نه لري، چې له امله يې حالت ورځ تر بلې ترينګلی کېږي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد رحيم، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وویل، چې ورته غونډې سمبوليک اړخ لري، د شتو ستونزو لپاره د حل کومه لاره نه شي وړاندې کولی.

نوموړي زياته کړه، که چېرې په دغه غونډه کې د بلخ ټولو وکیلانو شتون درلوداى؛ نو ممکن ارزښت يې يو څه لوړ وای.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.