غزني (پژواک، ۴ وږی ۹۴): د غزني د پوهنې رياست د يو شمېر ښوونکو تحصن غير قانوني بولي او زياتوي چې دوى د زنخان ولسوالۍ بستونه، چې له تېرو څو کلونو راهيسې مرکز ته خدمتي ځانګړي شوي وو، بېرته يادې ولسوالۍ ته ورکړي دي.
له تېرو څو کلونو راپه دېخوا د غزني ولايت د زنخان ولسوالۍ د ښوونکو يو شمېر بستونه د غزني ښار لپاره خدمتي شوي وو خو اوس بېرته زنخان ولسوالۍ ته ورکول شوي چې له امله يې د غزني ښار يو شمېر ښوونکي له دندو ګوښه کړاى شوي دي.
د غزني ښار ځينې ښوونکي چې شمېر چې ٣٦ ته رسېږي له پرون راهيسې د غزني ولايت د پوهنې رياست مخې ته د تحصن خېمه وهلې او پر خپله دنده د بېرته ګومارل کېدو غوښتنه کوي.
د يادو ښوونکو په استازيتوب حسين علي پژواک ته وويل چې د غزني د پوهنې په رياست کې اداري فساد شتون لري چې له امله يې دوى له دندو ګوښه شوي دي.
هغه وايي که د غزني د پوهنې رياست بېرته دوى پر دندو ونه ګوماري نو خپلو اعتراضونو ته به ادامه ورکړي.
نوموړي د غزني د پوهنې مشر بې کفايته وباله او زياته يې کړه چې بايد له دندې ګوښه کړاى شي.
د غزني د ولایتي شورا غړى حسن رضا یوسفي هم وايي چې د غزنې ولايت د پوهنې په رياست کې په لوړه کچه اداري فساد شتون لري.
هغه وايي چې د غزني د پوهنې رياست د ښوونکو يو شمېر بستونه پلورلي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
يوسفي زياته کړه: ((د زنخان ولسوالۍ حق وو چې خپل بستونه يې باید ورکړل شوي واى، خو د دې خلکو برخلیک هم باید معلوم شې، د غزني په پوهني ریاست کې نږدې دوه سوه بستونه وزګار پراته دي دا کسان دې بېرته پر دندو وګوماري.))
خو د غزني د پوهنې رياست تدریسې مرستیال نثاراحمد ازاد زوی بيا په دغه رياست کې اداري فساد په کلکه ردوي.
هغه وايي: ((د ښوونکو د تحصن خېمې درول هېڅ ګټه نه کوي؛ ځکه هغه د زنخان ولسوالۍ بستونه و چې بېرته مو ورکړل او دغه کسان منفک شوي او د قانون له مخې کوم کس چې منفک شي هغه بيا دوه کاله په هغې اداره کې کار نه شي کولاى.))
ازاد زوى وايي چې د غزني د پوهنې ریاست په مرکز کې یو بست هم نه لري، خو د ولسواليو لپاره سل بستونه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن