ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان ۱۳۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

د لغمان ۱۳۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
26 Aug 2015 - 14:23
د لغمان ۱۳۰ ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
26 Aug 2015 - 14:23

جلال اباد (پژواک، ۴ وږى ۹۴): د لغمان د پوهنې رييس وايي چې په دغه ولايت کې ۱۳۰ ښوونځي ودانۍ نه لري، خو سږ کال به يې ۲۹ هغو ته احاطې جوړې کړي.

په ښوونځيو کې د برېښنا نشتوالی، د مسلکي ښوونکو کموالی، په يو شمېر سيمو کې د درسي کيفيت ټيټوالی د لغمان د پوهنيز سکټور پر وړاندې نورې ستونزې بلل کېږي.

د دغه ولايت د پوهنې رييس محمدحضرت مجددي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې ۲۹۸ ښوونځي شته چې له دې ډلې ۱۳۰ يې ودانۍ او تر ۲۳۰ نور يې د احاطې دېوال نه لري.

مجددي وويل: ((موږ د تېر او سږ کال په انکشافي عملياتي پلان کې د ۲۳ ښوونځيو منظوري لرو، خو د بوديجې د نشتوالي له امله پاتې دي همدا راز د روان کال په انکشافي پلان کې د ۲۹ ښوونځيو لپاره د احاطې جوړولو چارې بشپړوو.))

د پوهنې رييس يادونه وکړه،چې د لغمان يو شمېر ښوونکي بايد د وړتيا د لوړو لپاره مسلکي کورسونو او ورکشاپونو ته معرفي شي چې دا چاره پر تدريسي بهير ښه اغېز لرلی شي.

د نوموړي په خبره،چې د لغمان نوي والي د پوهنې لپاره پاملرنه ډېره کړې او هيله ده چې د راتلونکي لپاره ښه پلانونه ولري، خو په دې تړاو يې ډېر جزئيات ورنه کړل.

د لغمان د مرکز مهترلام په ښار کې د روښان لېسې زده کوونکي شاکرالله پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په يو شمېر بې ودانيو ښوونځيو کې زده کوونکي له ستونزو سره مخ وي.

ده زياته کړه: ((د لغمان په ډېرو سيمو کې ډېر کله باد او ورښتونه وي، نو هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري زده کوونکي يې په ډېره ستونزه کې وي.))

بلخوا د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې د دغه ولايت والي د نورو سکټورونو د پرمختګ او د ټولګټو پروژو د تطبيق تر څنګ د پوهنې سکټور د انکشاف لپاره ځانګړې پاملرنه لري او په دې برخه کې يې له مرکزي دولت، نړيوالو مرستندويه ادارو او سکټوري وزارتونو سره هم د وړانديزونو د شريکولو تر څنګ خبرې اترې هم شوې دي.

ځواک زياته کړه: ((د لغمان والي سږ کال ۲۴۸ ښوونکو ته د کورونو لپاره ځمکې ورکړې او په پام کې ده چې پر يو شمېر نورو اړمنو ښوونکو هم نومرې ووېشل شي.))

د والي وياند زياتوي چې د ولايت رهبري له قومي مشرانو او ځايي خلکو سره په غونډو کې هغوی ته پيغامونه رسوي، څو له پوهنې سره همکاري ډېره کړي او خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي.

ځواک وويل، په لغمان ولايت کې يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري، خو ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.