ميمنه (پژواک ٤ وږى ٩٤): د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړي استازي مرستيال او په افغانستان کې د دغه سازمان د بشردوستانه مرستو مشر، د فارياب وضعيت د څېړنې او اړينو کسانو سره د ياد سازمان د مرستو د څرنګوالي په موخه دې ولايت ته سفر کړى دى.
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي مرستيال مارک باوډن (Mark Bowden) او په افغانستان کې د ياد سازمان د بشردوستانه مرستو د چارو مشر اسکات اندرسن (Scott Anderson)، نن د فارياب ولايت په مرکز مېمنه ښار کې له سيمه ييزو چارواکو سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.
د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستيال وويل، د هغو موضوعاتو د تعقيب په موخه چې تېره مياشت فارياب ته د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړي استازي نيکولاس هيسم د سفر په ترڅ کې مطرح شوي و، دغه ولايت ته سفر کړى دى.
هغه زياته کړه، په دغه سفر کې به د فارياب اوسېدونکو عمومي وضعيت، له دوى سره د دغه سازمان د مرستو د څرنګوالي او د دغه قشر اړتياوې وڅېړل شي.
باوډن څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو سازمان د دغه ولايت خلکو ته د بشر دوستانه مرستو د رسولو په اړه په خپلو ژمنو عمل کوي او ورته مهال هوډ لري، چې په فارياب کې د خپل حضور د ساتنې ترڅنګ، د يادو مرستو کچه لوړه کړي.
د فارياب ولايت مرستيال او سرپرست عبدالستار بارز هم د ملګرو ملتونو سازمان د څانګې د يادو دوو استازو له سفر څخه د هرکلي ترڅنګ، د ياد سازمان له مرستو مننه وکړه.
هغه وويل، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي په وروستي سفر کې د دغه ولايت د خلکو غوښتنې مطرح شوې او وپتيېل شوه چې په اړه به يې غور وشي.
د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو زياتول او د ياد سازمان په دفترونو کې د تحصيل کړيو فاريابي ځوانانو د حضور لپاره د زمينې برابرول، هغه غوښتنې وې چې د ياد سيمه ييز چارواکي په وينا، له نيکلاس هيسم سره پرې خبرې وشوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن