ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار والي: له حکومت سره د ديني عالمانو واټن ختموو

د کندهار والي: له حکومت سره د ديني عالمانو واټن ختموو

author avatar
26 Aug 2015 - 19:21
د کندهار والي: له حکومت سره د ديني عالمانو واټن ختموو
author avatar
26 Aug 2015 - 19:21

کندهار (پژواک ٣ وږى ٩٤): د کندهار والي وايي، هڅه کوي د کندهار په سيمه ييزه اداره کې د ديني عالمانو ونډه زياته کړه، ترڅو په ګډه کار وشي او د حکومت او ديني علمانو تر منځ واټن ختم شي.

والي ډاکټر همايون عزيزي دغه څرګندونې، نن په اونيزه امنيتي غونډه کې وکړې او زياته يې کړه، له ډېر پخوا څخه په حکومت کې د ديني عالمانو ونډه کمه ده او له همدې امله هغوى له حکومت څخه ليرې پاتې شوي دي.

هغه زياته کړه، هڅه کوي دغه لېريوالى له منځه يوسي او په حکومت کې د هغوى ونډه زياته کړي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې د نورو تر څنګ دا د ديني عالمانو دنده او مسووليت دى، چې د خپل هېواد او خلکو لپاره کار وکړي.

دى وايي، د دې کار لپاره هڅه کوي چې د علماوو تر منځ د همغږۍ غونډې جوړې شي، څو له نظام سره يو ځاى د دښمنانو پر وړاندې ودرېږي.

عزيزي د کندهار د امنيتي وضعيت په اړه هم خبرې وکړې او امنيتي ځواکونو ته يې سپارښتنه وکړه، چې په ولسواليو کې دې امنيتي پوستې وارزوي او د امنيتي سرتېرو اړتياوې دې پوره کړي.

د ده په خبره، په دې توګه به امنيتي ځواکونه د دې جوګه شي چې مخالفين وځپي او د هغوى د خوځښتونو مخنيوى وکړي.

د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان بريدجنرال دواد شاه وفادار په دې غونډه کې وويل، افغان ځواکونو تل له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې غوښتي، خو که ګاونډيان افغان ځواکونو ته زيان رسوي، نو دوى به يې پر وړاندې درېږي.

د کندهار د امنيې قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي د پوليسو د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، پوليسو د روانې اوونۍ په عملياتو او جګړو کې ١٦ وسله وال وژلي، ٧ يې ټپيان کړي او دوه تنه يې نيولي دي.

د ملي امنيت رياست مسوولينو وويل، په روانه اوونۍ کې يې ١٠ وسله وال وژلي او له هغوى څخه يې يوه اندازه وسلې تر لاسه کړې دي.

د عامه نظم د پوليسو د ارکانو رييس وويل، چې هغوى هم په بېلابېلو عملياتو کې ٧ وسله وال وژلي او ٦٥ بېلابېل ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.