کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٤): په کابل کې د چين سفير له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې رښتينې هلې ځلې وکړي.
د افغانستان د امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چين سفير دنګ شيجونګ دغه څرګندونې نن د ملي امنيت له سلاکار محمدحنيف اتمر سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
د هغه په وينا، د دې ليدنې پر مهال د چين سفير زياته کړې، هېواد يې له پاکستانه غوښتي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره صادقانه هلې ځلې وکړي.
د چين سفير ويلي، هېواد يې د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهيزاتو او وسايلو د مرستې پر ژمنې ولاړ دی او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د افغان دولت له تګلارو او نوښتونو ملاتړ کوي.
د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر له افغان دولت سره په بېلابېلو برخو کې د چين د ولسي جمهوريت له همکاريو مننه وکړه.
هغه زياته کړه: ((د چين د ولسي جمهوريت له خپل سيمه ييز نفوذ څخه په ګټه اخيستنې يو شمېر ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت له هلو ځلو ملاتړ ته هڅولی شي.))
د ملي امنيت سلاکار زياته کړې، افغانستان له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د ښو او پر دوه اړخيز درناوي ولاړو اړيکو غوښتونکی دی او له ګاونډيو هېوادونو هم هيله لري چې له افغانستان سره خپلې اړيکې د همدغه اصل پر اساس تنظيم کړي.
غورځنګ وايي چې په دې لېدنه کې د دواړو خواوو پر يو شمېر نورو د علاقې وړ مسئلو هم خبرې وشوې.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې هم د چين سفير له حنيف اتمر سره د ليدنې پر مهال ژمنه کړې وه چې هېواد به يې د افغانستان له ملي ځواکونو سره مرستو ته ادامه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن