قلعه نو (پژواک، ٥ وږى ۹۴): د ولايتي شورا د ځينو غړو او د سيمې د خلکو په سلا او همکارۍ د بادغيس په قادس او جوند ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت په موخه "دفاعي ډلې" جوړې شوې دي.
د چارو ځيني شنونکي دا ډول جوړښتونه د هېواد په ګټه نه بولي، خو د بادغيس امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې د يادو ډلو رامنځته کېدل د امنيت په ګټه دي او دغه ډلې د امنيې قوماندانۍ تر څار لاندې دي.
د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې "دفاعي ډله" شاوخوا يوه اونۍ مخکې رامنځته شوې ده.
د دغه ولايت د ولايتي شورا مشر حاجي بهاءالدين قادسي پژواک خبري اژانس ته وويل: "د دې ولسوالۍ وروستيو نا امنيو ته په پام، يو شمېر اوسېدونکو له ولايتي شورا وغوښتل چې د دې ولسوالۍ د خلکو په همکارۍ دفاعي ډله جوړې کړي، زه د قادس ولسوالۍ ته ولاړم او هلته د دې ولسوالۍ د مرکز په ګډون د بويه، شش مني، لنګرشريف او قادس خوردک په کليو کې مو له خلکو سره تر مشورې وروسته د ۲۵۰ ځوانانو په ګډون يوه دفاعي ډله جوړه کړه چې په بېړنيو حالاتو کې به له خپلو سيمو دفاع کوي."
د ولايتي شورا مشر وايي چې دغه ډله له خپلو امکاناتو او وسلو څخه په ګټې اخيستنې د اړتيا په وخت کې له خپلې سيمې ساتنه کوي او له دولت څخه تنخوا هم نه اخلي.
قادس پخوا امنه ولسوالي وه، خو له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې يې امنيتي وضعيت خراب شوى دى.
د دې ولسوالۍد "بويه" کلي اوسېدونکی او د دفاعي ډلې غړى الله داد وايي: "د طالبانو له برېدونو ستړي شوو، طالبانو زموږ د کرنيزو حاصلاتو د راټولو مخنيوی کاوه، نو د امنيت د ټينګښت په موخه له نورو ځوانانو سره يو ځای راپاڅېدو تر څو له خپلو کليو ساتنه وکړو."
هغه زياتوي، دوی د ولايتي شورا له غړو خوښ دي چې د دې دفاعي ډلې د جوړېدو په برخه کې يې هڅې کړې دي.
دى په داسې حال کې چې وايي، دغه ډله دا مهال يوه اندازه خپلې پخوانۍ وسلې لري، له دولت نه غواړي چې له دې ډلې سره د وسلو او مهماتو په برخه کې مرسته وکړي.
د همدې ولسوالۍ د "لنګر شريف" سيمې اوسېدونکى او د يادې دفاعي ډلې بل غړي نورمحمد وايي: "له موږ سره خپلې وسلې دي، کومې مو چې د جهاد پر مهال اخيستې وې؛ اوس دغه وسلې له خپلو سيمو د دفاع په برخه کې کاروو، هيله لرم چې په نورو سيمو کې هم ورته ډلې جوړې شي او ځوانان له خپلو سيمو په خپله دفاع وکړي."
د ده په وينا، دوی باوري دي چې د دې دفاعي ډلې جوړېدل به ښې پايلې ولري او په سيمه کې ورسره امنيتي وضعيت ښه شي.
د سيمې عام وګړي هم د دې ډلو له جوړښت سره مخالفت نه ښيي، خو اندېښنه لري چې دغه وسله وال په سيمه کې د خلکو د ځورونې لامل نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن