ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ پيلېږي

خوست کې د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ پيلېږي

author avatar
27 Aug 2015 - 19:04
خوست کې د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ پيلېږي
author avatar
27 Aug 2015 - 19:04

خوست ښار (پژواک، ٥ وږى ٩٤): په خوست کې د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ سبا (د وږي شپږمه) پيلېږي.

د کرکټ بورډ اجرايوي رييس شفيق الله ستانکزي، نن د وږي په پنځمه په خوست ولايت کې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل، د الکوزي احمدشاه ابدالي په نوم د کرکټ دغه څلور ورځنۍ يا ټېسټ سيالۍ سبا د جمعې په ورځ په خوست ولايت کې پيلېږي.

ده زياته کړه، د کرکټ دغه سيالۍ چې په خوست او ننګرهار ولايتونو کې ترسره کېږي، د هېواد په کچه تر ټولو سترې سيالۍ دي، چې د کرکټ نولس کلنو او الف لوبډلو لوبغاړو په ګډون د ملي لوبډلې لوبغاړي هم په کې برخه لري.

دى وايي: ((نن د افغانستان د کرکټ بورډ د ادارې او د خوست لپاره يوه تاريخي ورځ ده، چې په لومړي ځل  باندې د افغانستان کرکټ بورډ اداره خپل څلور ورځنى ټورنمنټ په خوست ولايت کې پيلوي، چې د کورني کرکټ په کچه تر ټولو ستر ټورنمنټ دی.))

د هغه په وينا، د کرکټ دغه سيالۍ به کابو څلوېښت ورځې دوام وکړي، چې پاى لوبه به يې د روان کال د تلې په ١٣مه په پلازمېنه کابل کې ترسره شي او له هغې وروسته به د کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې په لور حرکت کوي.

ستانکزي وويل، د افغانستان د کرکټ راتلونکې ډېره روښانه ده او د دې سياليو په لړ کې به د کرکټ نوي لوبغاړي له ملي لوبغاړو سره يو ځای لوبه کوي او د هغوی له تجربو څخه به ګټه واخلي.

د کرکټ د ملي لوبډلې غړي، پخواني کپتان او د مس عينک لوبډلې مشر نوروز منګل، پژواک خبري اژانس ته په خپلو خبرو کې له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې د نويو لوبغاړو د روزلو په موخه يې د لومړي ځل لپاره د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ په خوست ولايت کې په يوه شخصي لوبغالي باندې پيلوي.

هغه وويل: ((ډېره په زړه پورې ده، چې په اول ځل په افغانستان کې دومره سترې سيالۍ کېږي، امېد دی چې دغه سيالۍ ډېرې ښې ترسره شي او لوبغاړي له دې سياليو نه استفاده وکړي او ګټه به ترې واخلي.))

د يادونې ده، د کرکټ دغه څلور ورځنۍ يا ټېسټ سيالۍ د پنځو زونونو ترمنځ ترسره کېږي، چې له مس عينک، بند امير، سپين غر، بست او د امو نهنګانو څخه عبارت دي، چې لومړۍ لوبه د مس عينک او د بند امير لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.