ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولت بايد د ناامنو سيمو پوهنې ته جدي پاملرنه وکړي

دولت بايد د ناامنو سيمو پوهنې ته جدي پاملرنه وکړي

author avatar
27 Aug 2015 - 17:55
دولت بايد د ناامنو سيمو پوهنې ته جدي پاملرنه وکړي
author avatar
27 Aug 2015 - 17:55

غزني ښار(پژواک، ٥ وږی ۹۴): د غزني ولايت د مدني ټولنو يو شمېر غړو په يوه اعتراضيه غونډه کې له حکومت څخه وغوښتل چې د پښتنو د سيمو امنيت او پوهنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه کسان چې د وږي په ٥مه، په غزني ښار کې سره راټول شوي وو، د ولايتي شورا د ځينو غړو او يو شمېر ښوونکو هغه تحصن يې وغانده چې د پوهنې رياست مخې ته يې کړى دى.

تېرکال د غزني د زنخان او يو شمېر نورو سيمو د ښوونځيو بستونه ګرځول شوي وو او دغه بستونه يې په ښار کې خدمتي کړي وو، خو تېره اوونۍ دا بستونه بېرته د زنه خان ولسوالۍ ښوونځيو ته ورکړل شوي، چې اوس هم فعال دي.

خو د مدني ټولنې غړي وايي ، يو شمېر کسانو چې ځانګړو کړيو پورې تړاو لري د پوهنې رياست ددغه ا قدام پر ضد په غير قانوني توګه تحصن کړى دى.

د مدني ټولنې يو تن غړي سيف الله لکڼخېل پژواک اژانس ته وويل چې له دې وروسته په ولسي جرګه کې دوى د غزني دخلکو داستازو په نوم هېڅوک نه پېژني .

هغه زياته کړه : (( دلته چې د يوه قوم پورې کوم ستونزه پيدا شي، نو د کورنيو چارو تر  وزير پورې راځي او د هغوى ستونزې هواروي، خو د پښتنو ستونزو ته هېڅوک پاملرنه نه کوي. ))

د نوموړي په وينا، په تېرو ١٣ کلونو کې د غزني په ۱۴ ولسواليو کې چې اوسېدونکي يې پښتانه دي ناامنۍ دي، چاودنې دي او عمليات ترسره کېږي، چې له امله يې د سيمې اوسېدونکو ته ډېره مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

دى وايي چې په دې سيمو کې ښوونځي تړلي دي او د بيارغونې برخې ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

ددې ولايت د ژوند مدني ټولنې مشر نقيب الله خاکسار وويل چې د غزني په هغو سيمو کې چې ورته پاملرنه نه ده شوې ښوونځي او امنيت غواړي .

هغه زياتوي : ((موږ تبعيض نه بلکې تعليم غواړو او دا زموږ حق ده چې غږ پورته کړو.))

د نوموړي په وينا، ولايتي شورا او په ولسي جرګه کې ددې ولايت استازو په غزني کې پښتنو مېشتو سيمو ته هېڅ کار نه دى کړى .

د غزني د ولايت مرستيال محمد علي احمدي هم مني چې په يو شمېر پښتنو مېشتو سيمو کې ستونزې ډېرې دي او هېڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.