تالقان (پژواک، ٥ وږى ٩٤): د رستاق او ينګي کلا يو شمېر اوسېدونکي د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې د ملاپيرمقُل د محاکمې غوښتنه وکړه.
ملاپيرمُل ضيايي د تخار يو له مهمو او ځواکمنو قوماندانانو دی چې په رستاق ولسوالۍ کې د ډله ييزو وژنو تور هم ورباندې لګېدلی دى.
نوموړى په تېره دوره کې په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازى و.
د يادو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې نوموړي په سلګونو جريبه شخصي او دولتي ځمکې غصب کړز دي، يوه مياشت مخکې يې د خېزش مردمي تر سرليک لاندې په سلګونو کسانو ته وسلې ورکړې وې چې د ځايي اوسېدونکو له غوسې او لاريونونو سره مخ شو، سيمه ييزو حکومتي چارواکو يې هم مخالفت وکړ.
د يادو ولسواليو اوسېدونکي دغه راز وايي چې ملا پيرمقُل د رستاق ولسوالۍ د يوه څارنوال په وژلو کې هم لاس لري چې څو ورځې مخکې وژل شوى دى.
د رستاق ولسوالۍ د څېړنو څارنوال محمدمير کورنۍ او د يادې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې نوموړی څارنوال پنځه ورځې وړاندې د ملا پيرمقل له لوري وژل شوی.
د محمدمير تره عبدالله چې د رستاق او ينګي کلا ولسواليو له شاوخوا دوو سوو سپين ږيرو او قومي مشرانو سره د ولايت مقام ته راغلى و، د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وراره يې د رسمي دندې پر مهال د ملا پيرمقل د وسله والو له لوري، په رڼا ورځ وژل شوی او د تخار سيمه ييز حکومت تر دې دمه د قاتل د نيولو په برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.
عبدالله زياته کړه: ((محمدمير د رستاق ولسوالۍ له جنايي، امنيت، څارنوالۍ او پوليسو سره په کذر سيمه کې د يوه کور له پلټنې وروسته، دفتر ته د راتګ پر مهال په سر رستاق سيمه کې د ملاپيرمقل د وسله والو له لوري نيول شوی او وروسته بيا د تومانچې په وسيله وژل شوی دی.))
عبدالله وايي، که دولت يې قاتل ونه نيسي او د قانون منګلو ته يې ونه سپاري، دوی خپله وسله اخلي او د دغو نامسوولو وسله والو پر وړاندې چې رستاق يې ناامنه کړی درېږي، په وينا يې چې يا به وژل کېږي او يا به خپل قاتل وژني.
نوموړی د تخار سيمه ييز حکومت په دې برخه کې پر بې پروايۍ تورن کړ او زياتوي چې تر دې دمه يې سيمې ته يو پلاوی هم نه دی لېږلی چې د موضوع څېړنه وکړي.
د تخار په ولايتي شورا کې د رستاق ولسوالۍ د خلکو استازی عين الدين رستاقي وايي چې نوموړی څارنوال د ملا پيرمقل د خسر قوماندان عين الدين له لوري وژل شوی چې د ملا پيرمقل شاوخوا ۳سوه وسله وال ورسره دي.
هغه پژواک ته وويل، که دولت له ملا پيرمقل او وسله والو څخه يې وسلې وانخلي او هغه د قانون منګولو ته ونه سپاري، دوی خپله پرېکړه کوي او هغه وخت بيا که هر څه وشول مسووليت به يې د سيمه ييزو چارواکو پر غاړه وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن