پل علم (پژواک، ٥ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې لوګر کې د بېلابېلو پېښو پرمهال درې زده کوونکي وژل شوي دي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاه پور عرب د وږي په ٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښې پرون د ولايت په مرکز پل علم او بره کي برک ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.
هغه زياته کړه، د مرکز پل علم ښار اړوند د خواجه محمداکبر د منځني ښوونځي د پنځم ټولګي ١٣ کلن زده کوونکى له ښوونځي د کور پر لور روان و چې تر څنګ يې د هاوان مرمۍ لګېدلې او وژل شوى دى.
د پوهنې رياست وياند دغه راز وويل چې د بره کي برک ولسوالۍ د کلا کهنه او خيرالله د ښوونځيو د شپږم ټولګي دوه زده کوونکي هم په سيمه کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ د جنګونو پر مهال وژل شوي دي.
د عرب په وينا، تر اوسه نه ده معلومه چې يادې مرمۍ د چا له خوا توغول شوې وه، خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار قاضي محمد ورا يادې پېښې تاييد کړې او ويې ويل چې په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
د لوګر د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال له پيله راهيسې په لوګر ولايت کې ١٩ ښوونکي او ٣٠ زده کوونکي په جنګونو او امنيتي پېښو کې وژل شوي دي.
د يادونې ده، تېره اونۍ په پکتيکا ولايت کې هم درې زده کوونکي په امنيتي پېښو کې وژل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن