کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٤): د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د کابل ښار د راتلونکې پراختيا د طرحې د عملي کولو په هکله، غونډه جوړه شوه.
له ارګه د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا غونډه چې پرون له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوې وه، په کې د هبيتات استازي د کابل ښار د پراختيا په هکله د ولسمشر له لوري د ۲۱ مطرح شوو مواردو د عملي کولو او همدارنګه د افغانستان د لويو ښارونو د عمومي وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړل.
سرچينه کاږي، ولسمشر غني د دوی د نظرياتو له اورېدو وروسته وويل، د کابل ښار د پراختيا طرحه ګټوره ده، بايد د عملي کولو په اړخونو او لارو چارو يې فکر وشي.
نوموړي همدارنګه غوره خدمات، غذايي مصوونيت او د کار ايجاد د ښارونو لپاره مهم وبلل.
ولسمشر غني وويل چې په دې طرحه کې بايد دا په پام کې ونيول شي چې کابل خپلو اوسېدونکو، کليوالو سيمو، د هېواد نورو ښارونو او سيمې ته په اقتصادي، سوداګريز او ټولنيز لحاظ څه ورکولی شي.
هغه زياته کړه، د خدماتو د برابرولو او پراختيا په برخه کې بايد د دولت او خصوصي سکتور د شراکتونو د رامنځته کولو لپاره ميکانيزمونه په نښه شي.
د ولسمشر په وينا، د کابل څلورو خواوو ته د پرتو سيمو دقيقه ارزونه بايد وشي او په هغو فرصتونو فکر وشي چې د دغه وضعيت د بدلولو لپاره ترې استفاده کېدلی شي.
نوموړى وايي، د کابل ښار د پراختيا لپاره چې هر اقدام کېږي کابل ښاريان بايد په کې شامل وي او د مالکيت احساس وکړي.
د هغه په وينا، په همدې موخه بايد د پراختيا د ټولو پړاوونو په اړه خلکو ته توضيحات ورکړل شي.
ده ټينګار وکړ، د نورو هغو ښارونو کاميابي او ناکامې تجربې چې د پراختيا په حال کې دي، بايد و ارزول شي او له کاميابو تجربو يې د طرحې په عملي کولو کې ګټه واخيستل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ښار جوړولو چارو، د فوايد عامې او ترانسپورټ وزيرانو، معينانو، د کابل ښاروالۍ سرپرست، د ملګرو ملتونو د دفتر يو اېن هبيتات استازي او يو شمېر نورو فني او مسلکي دولتي چارواکو ګډون کړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن