کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٤): د ترکمنستان ولسمشر په يوه رسمي سفر کابل ته رسيدلى، هغه به په دغه سفر کې به په سيمه کې د نوو راپيدا شوو ګواښونو تر څنګ له افغان چارواکو سره د سياسي او اقتصادي اړيکو، ترانزيټ او سوداګرۍ په برخو کې هم خبرې وکړي.
يوې حکومتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ترکمنستان ولسمشر به په دغه سفر کې له ولسمشر محمداشرف غني، د حکومت له اجرايي مشر عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو افغان چارواکو سره وګوري.
سرچينه وايي چې د دواړو هېوادونو مشران به پر اقتصادي او سياسي اړيکو، ترانزيټ او د افغانستان- ترکمنستان پر سوداګرۍ بحثونه وکړي.
د دې سرچينې په خبره، د دواړو هېوادونو چارواکي په سيمه کې پر نوو راپيدا شوو ګواښونو (داعش) هم بحث او خبرې ولري.
ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشر او اجرائيه رييس به هم د ترکمنستان له ولسمشر سره ځانګړې خبري غونډې هم ولري.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت کابل ته د ترکمنستان د ولسمشر راتګ با اهميته بولي او وايي چې په دغه سفر کې به په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخه کې هوکړه ليکونه لاسليک شي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته د افغانستان او ترکمنستان اړيکې نوې پړاو ته ننوتې دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو په وروستيو کلونو کې ترکمنستان ته رسمي سفرونه وکړل او تر اوسه پورې د دواړو دولتونو له خوا د همکاريو څو سندونه لاسليک شوي دي.
خو د ملي يووالي حکومت له جوړېدو وروسته دا لومړى ځل دى چې د ترکمنستان يو لوړ پوړى چارواکى افغانستان ته سفر کوي.
نن په کابل ښار کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن