لښکرګاه (پژواک، ۷ وږی ۹۴): د هلمند ولايتي شورا او مدني بنسټونه وايي چې حکومت په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره مشخصه کړنلاره نه لري؛ ځکه يې هره ورځ د نا امنيو کچه لوړېږي.
د هلمند د امنيت د ټينګښت په موخه تېره شپه د (هلمند څنګه ژرغولى شو) تر نامه لاندې خوځښت پيل شو.
د دغه خوځښت او د هلمند د ولايتي شورا مشر محمدکريم اتل وويل چې په دې وروستيو کې په ټول هلمند خو په ځانګړې توګه په شمالي ولسواليو کې امنيتي حالات تر پخوا ډېر ترينکلي شوي دي.
د هغه په اند، حکومت په هلمند کې د امنيت د ټينګښت لپاره روښانه کړنلاره نه لري نو ځکه ورځ تر بلې امنيت په خرابېدو دى.
د اتل په وينا، د هلمند په ګډون په ټول هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه بايد حکومت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې غوڅ دريځ ولري، د ځواکونو تر منځ بايد همغږي ډېره شي او خلکو ته دې له قانون سره سم امکانات او خدمات برابر کړاى شي.
نوموړى وايي چې دغه نوى خوځښت به د امنيت د ټينګښټ په برخه کې حکومت ته طرحې او مشورې ورکوي.
هغه زياته کړه: ((موږ اول د رسنيو له لارې له حکومت نه غوښتنه کوو چې د هلمند امنيت ټينګ کړي که چېرې دا کار يې ونه کړ نو بيا به د هلمند ځوانان په کابل کې پر لاريونونو لاس پورې کړي.))
دغه راز د هلمند د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر وويل: ((مرکز له هلمند سره د مور او میرې چلند کوي، د نورو ولایتونو کوچنۍ موضوع ډېره لویه نیسي، خو هلمند چې څو کاله کېږي اور په کې بل دى هېڅ پاملرنه يې ورته نه ده کړې.))
د ده په وينا، څو ورځې وړاندې يې په هلمند کې د امنيت د ټينګښت په موخه د حکومت له اجرائيه مشر عبدالله عبدالله او نورو حکومتي مشرانو سره ليدلي دي.
هغه وايي، يادو کسانو ورسره ژمنه کړې چې د هلمند د امنيتي وضعې په اړه به د وزيرانو په شورا کې بحث کوي.
خو هغه وايي: ((تر هغه ځايه چې زه معلومات لرم، په وزيرانو شورا کې دغه مسئله هېڅ نه ده مطرح شوې او چارواکو هېره کړې ده.))
په دې غونډه کې د هلمند د مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد وویل چې حکومت بايد دغه ولايت ته جدې پاملرنه وکړي، په رهبري کې دې مثبت بدلون راولي، امنيت دې ټينګ کړي او د وړتيا له مخې دې چارواکي ورته وټاکي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن