کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.
د چورې ولسوال عبدالمالک د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه تېره شپه نهه بجې د ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې د ولسوالۍ پوليس په بېلابېلو سيمو کې تر چاڼيزو عملياتو وروسته بېرته قوماندانۍ ته روان وو چې د سورې په سيمه کې يې پر موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.
د ولسوال په وينا، په چاودنه کې د ولسوالۍ د مرستيال امنيه قوماندان په ګډون درې پوليس وژل شوي او اته نور ژوبل دي.
عبدالمالک وويل چې ټپيان کندهار ولايت ته د درملنې په موخه لېږدول شوي چې د يو شمېر روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن