کابل ( پژواک، ٧ وږى ٩٤ ): د امريکا د ملي امنيت سلاکاره په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې ددغه هېواد اړيکې له افغانستان اوهندوستان سره خرابې شوې دي.
پاکستانيو رسنيو د وږي په اومه خبر ورکړ،چې د امريکا د ملي امنيت سلاکاره مېرمن سوزن رايس به د يکشنبې په ورځ د وږي په ٧مه، د يوه لوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ورسېږي.
سرچينې زياته کړې چې نوموړې به په دې سفر کې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف ، د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز او يو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ددې ليدنې پر مهال به د پاکستان او امريکا د اړيکو ترڅنګ د افغانستان د سولې پر پروسې هم خبرې وشي.
راپورونه وايي چې دامريکا د ملي امنيت سلاکاره به د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره د ځانګړې ليدنې پر مهال د ترهګرۍ پر وړاندې پر روانې جګړې او د افغانستان د امنيت په اړه هم خبرې وکړي.
د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي، د امريکا د ملي امنيت سلاکاره په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کوي، چې له ګاونډيو هېوادونو سره د پاکستان اړيکې خرابې شوې دي .
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې له افغانستان سره تر سرحدي نښتو وروسته له هندوستان سره هم د پاکستان سرحدي نښتې زياتې شوي چې په تازه پېښو کې له دواړو لوريو څخه لسګونو عامو خلکو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د حقيار په وينا، په داسې حال کې چې د ملا عمر تر مړينې وروسته د افغانستان د سولې پروسه په ټپه درېدلې، مېرمن رايس به هڅه وکړي چې پاکستان دې ته وهڅوي، څو په دغه پروسه کې يو ځل بيا خپل رول ولوبوي.
د امريکا د ملي امنيت سلاکاره اوسمهال په چين کې ده او ټاکل شوې چې له چين څخه اسلام اباد ته لاړه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن