ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د پاڅون کوونکو عمومي مشر وژل شوى

د غزني د پاڅون کوونکو عمومي مشر وژل شوى

author avatar
29 Aug 2015 - 10:14
د غزني د پاڅون کوونکو عمومي مشر وژل شوى
author avatar
29 Aug 2015 - 10:14

غزنى (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو عمومي مشر، د هغه يو ساتونکى او څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په منار، حبيب ګوډلو او ګنډير په سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه چې د منار سيمې پر پوستې د طالبانو د بريد له امله څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

ده وويل چې د غزني د پاڅون کوونکو مشر له خپلو ساتونکو سره د منار پوستې له پوليسو سره د مرستې په موخه روان چې د لارې په اوږدو کې يې پر موټر د ماين چاودنه وشوه.

د ننګ په وينا، د ماين په چاودنه کې د اندړو ولسوالۍ د پاڅون کوونکو عمومي مشر قوماندان عبدالله او د هغه يو ساتونکى وژل شوي او درې نور پاڅون کوونکي ټپيان دي.

د اندړو ولسوالۍ د منار سيمي اوسېدونکي محمدرحيم پژواک ته وويل چې تېره شپه يوه بجه طالبانو د دې سيمې پر پوستې بريدونه وکړل.

هغه وايي چې د بريدونو پر مهال دواړو لورو د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې.

محمدرحيم هم وايي چې تېره شپه د ماين په چاودنه کې د دې ولسوالۍ د پاڅون کوونکو عمومي مشر هم وژل شوى دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د اندړو ولسوالۍ د منار سيمې پر پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې يې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او پوسته هم طالبانو نيولې ده.

مجاهد هم وويل چې تېره شپه د وسله والو طالبانو له لوري د ماين چاودنه کې د اندړو ولسوالۍ د پاڅون کوونکو عمومي مشر قوماندان عبدالله او څلور ساتونکي يې وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.