ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنيز نظام په اړه وړانديزونه به نن اجرايي مشر ته وړاندې شي

د ټاکنيز نظام په اړه وړانديزونه به نن اجرايي مشر ته وړاندې شي

author avatar
29 Aug 2015 - 13:32
د ټاکنيز نظام په اړه وړانديزونه به نن اجرايي مشر ته وړاندې شي
author avatar
29 Aug 2015 - 13:32

کابل (پژواک، ٧ وږی ٩٤): د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون وايي، نن به د ټاکنيز نظام د اصلاح په اړه هغه وړانديزونه د حکومت اجرايي مشر ته وسپاري چې له خلکو سره  د خبرو له لارې برابر شوي دي.

د ټاکنيزو اصلاحاتو د کمېسيون مرستيال صديق الله توحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد وړانديزونه به نن له غرمې وروسته د حکومت اجرايي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته وسپاري او عبدالله به دغه وړانديزونه ولسمشر ته وړاندې کړي. 

د دغه کمېسيون مشر شاه سلطان عاکفي تېره اونۍ ويلي وو چې د دغه کمېسيون غړو د هېواد په ٧ زونونو کې په ټاکنيز نظام کې د سمون راوستو په موخه له ١٥٠٠ کسانو وړانديزونه او نظرونه راغونډ کړي دي.  

د هغه د معلوماتو له مخې، د تېرو ټاکنو د درغلي کوونکي تعقيب، د رايو ورکولو مرکزونو کمول،  په ولسي جرګه کې د ښځو د څوکيو ډېرول، د اوسني اکثريتي ټاکنيز نظام بدلون پر مختلط نظام او د امکان په صورت کې په بېلابېلو حوزو کې په مختلفو ورځو کې د ټاکنو ترسره کېدل، د خلکو په وړانديزونو کې شامل دي.

د عاکفي په وينا، ياد وړانديزونه کولى شي د ولسي جرګې ټاکنو ته لار هواره کړي او ولسمشر يې پر بنسټ يو شمېر تقنيني فرمانونه صادر کړي.

هغه دا هم ويلي وو چې دا مهال په افغانستان کې د رايو ورکولو له شرايطو سره سم  ١٣ ميليونه کسان شتون لري، خو ٢١ ميليونو کسانو ته کارتونه ورکړل شوي دي او بايد دا ستونزه هواره شي.

صديق الله توحيدي، له خلکو سره د خبرو پر بنسټ د ياد کمېسيون د طرحې په اړه جزئيات ورنه کړل.

 خو ده  په دې اړه چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د غړو تر منځ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د غړو د ټاکنو او ټاکنيز نظام د څرنګوالي او ځينو نورو مسايلو په اړه اختلافونه لري، وويل چې د يو لړ مسايلو په اړه د نظر اختلافونه شتون لري، خو وروستۍ پرېکړه د دوه ثلث رايو  له مخې کېږي.

دى وايي، د کمېسيون  معنى همدا ده چې مختلف نظرونه په کې وړاندې او په اړه يې ورستۍ پرېکړه  د رايو په   اکثريت وشي.

په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول، د ملي يووالي حکومت د جوړېدو  په اړه د ولسمشر محمداشرف غني او د حکومت د اجرايي مشر تر منځ د سياسي هوکړه ليک له مهمو برخو دي.

له همدې امله د ولسمشر د فرمان له لارې د ټاکنيزو اصلاحلاتو کمېسيون رامنځته شوى او د روان کال د چنګاښ په  ٣١ مه يې په کار پيل کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.