ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل نيمايي ښاريان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري

د کابل نيمايي ښاريان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري

author avatar
29 Aug 2015 - 17:20
د کابل نيمايي ښاريان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري
author avatar
29 Aug 2015 - 17:20

کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٤): له څه باندې يوې لسيزې راهيسې د کابل وګړو شمېر څلور نيم ميليونو ته رسېدلى دى خو اوس هم د کابل نيمايي وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري.

پژواک خبري اژانس دا راپور د اوبو رسولو او ښاري کاناليزاسيون رياست له خوا له وړاندې شوو شمېرو سره په پرتله او د مرکزي احصايي ادارې له لوري د دغه ښار د اټکل شوي نفوس له مخې، برابر کړى دى.

د دغه راپور ترلاسه شوي معلومات ښيي چې په تېرو ١٤کلنو کې د کابل ښار وګړو د شمېر زياتېدو په پرتله او په دې برخه کې د حکومت له لوري د څښاک پاکو اوبو برابرولو د اقداماتو تر منځ لوى واټن پروت دى.

د ښار د اوبو رسولو او کاناليزاسيون عمومي مشر دادمحمد بهير پژواک ته وويل چې دا مهال ١٥٠ زرو کورنيو ته چې په پلان شوو سيمو (له نقشې سره سم) او ١٠٥ زرو هغو کورنيو ته چې په غير پلاني سيمو کې استوګنې دي، د څښاک اوبو نلونه غځول شوي دي.

د هغه په وينا، د دې ادارې د اټکل له مخې څه باندې يو نيم ميليون وګړي په پلاني سيمو او يو ميليون او ٥٠ زره وګړي په غيرپلاني سيمو کې د نل له پاکو او روغتيايي اوبو څخه چې په خوندي سيمو کې د ژورو څاګانو له لارې برابرېږي، ګټه اخلي.

بهير زياته کړه چې د ښاري نلونو د غځولو لويه برخه په وروستيو کلنو کې ترسره شوې ده او د پام وړ ښاريان په غيرمستقيمه توګه ترې ګټه اخلي.

د مرکزي احصايې د اقتصادي احصايو مشر عزيزالله فقيري پژواک ته وويل چې دا اداره د کورنيو د شمېرو له مخې اټکل کوي چې دمګړۍ کابل ښار کې کابو څلورنيم ميليونه وګړي ژوند کوي.

د هغه په وينا، د مرکزي احصايي څېړنې څرګندوي چې د پلازمېنې د وګړو شمېر له ١٣٨٠ کال راهيسې تر اوسه درى ميليونو ته لوړ شوى دى.

د څښاک پاکو اوبو ته د کابو دوو ميليونو او ٥٥٠ زرو کابل ښاريانو لاسرسى او په دې ښار کې د اټکل له مخې د څلورنيم ميليونو وګړو له اوسېدو څخه دا پايله راڅرګندېږي چې د پلازمېنې شاوخوا ٤٤ سلنه وګړي د څښاک له پاکواوبو بې برخې دي.

د اوومې ناحيې اوسېدونکې ٢٢ کلنې شفيقې پژواک ته وويل چې تر اوسه د اوبو رسولو ښارې سيستم دې سيمې ته نه دى غځول شوى او خلک له هغو څاګانو څخه چې خپله يې کيندلې دي، ګټه اخلي.

د کابل ښار دويمې ناحيې د نواباد سيمې اوسېدونکي عبدالله وويل: "د نل د اوبو د نه شتون له امله اړ يو چې د کور انګړ کې له خپلې څاه ګټه واخلو چې اوبه يې بې خونده دي او مزه نه لري."

د کابل ښار کابو نيمايي نفوس د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي موضوع په داسې حال کې مطرحه کېږي چې تر دې وړاندې د عامې روغتيا وزارت او د چاپېريال ساتنې ادارې چارواکو د دغه ښار تر ځمکې لاندې اوبو د ککړتيا په اړه ګواښ کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.