ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ١٦٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

لوګر کې ١٦٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

author avatar
29 Aug 2015 - 15:33
لوګر کې ١٦٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي
author avatar
29 Aug 2015 - 15:33

پل علم (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د لوګر په مرکز پل علم ښار کې پوليسو شپاړس سوه ګيلوګرامه نشه يي توکي، چې په يوه هينو موټر کې بار وو، ترلاسه کړي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار پوليسو د دغه ولايت په مرکز کې د تلاشۍ پر مهال ١٦سوه کيلوګرامه چرس نيولي دي.

هغه وويل چې چرس په هينو ډوله موټر کې بار وو او قاچاق وړونکو غوښتل چې دغه توکي له ازرې ولسوالۍ مرکز کابل ته انتقال کړي.

عابد زياته کړه: ((چرس په هينو موټر کې بار و او په سر يې شګه اچولې وه خو په تلاشۍ کې ونيول شول.))

ده وويل چې د يادو نشه يي توکو په تور يو کس هم نيول شوى او اوس مهال د پوليسو تر پوښتنو لاندې دى.

د هغه په وينا، د افغانستان له ختيځو ولايتونو نشه يي توکي د ازرې ولسوالۍ ته راوړل کېږي او له هغه ځايه بيا نورو ولايتونو ته وړل کېږي.

د عابد د معلوماتو له مخې، د لوګر پوليسو د روان کال له پيله شپږ ځلې له نشه يي توکو بار موټر نيولي چې زرګونه کيلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي له يوې سيمې بلې ته  لېږدول.

دغه راز عابد وويل چې نن سهار پوليسو د مرکز پل علم اړوند د وزير کلا په سيمه کې د ځانمرګي بريد يو واسکټ هم ترلاسه کړى دى.

ده وويل: ((موږ له مخکې خبر و چې په دې سيمه کې يو ځانمرګې بريد کوونکي دى او غواړي چې په پل علم ښار کې د کابل بانک پر نماينده ګۍ بريد وکړي، خو موږ چې سيمي ته ورسيدو ځانمرګې تښتيدلى و خو واسکټ يي موږ ترلاسه کړ.))

لوګر د افغانستان د نا امنه ولايتونو له ډلې څخه دى چې په ډېرو ولسواليو کې عملاً د دولت وسله وال مخالفين فعاليت لري او له څو  کلونو راپه دېخوا وسله والو طالبانو د ازرې ولسوالۍ لويه لار له مرکز پل علم سره تړلې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.