کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٤): مدني فعالانو د يوې غونډې په ترڅ کې له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړ او د کابل ښار پر واټونو د ګلانو شيندلو، حماسي ترانو غږولو سره يې هېواد کې د سولې ټينګښت غوښتنه وکړه.
دا غونډه چې نن له غرمې مخکې د لسګونو کسانو له خوا د کابل هوايي ډګر پر سړک تر سره شو د " خاطره افرينانو" مدني بنسټ له لوري تنتظيم شوى و.
په دې غونډه کې امنيتي ځواکونو ته د ګلانو ګېډۍ له ډالۍ کولو سره له دې ځواکونو څخه غوښتنه وشوه ،چې د امنيت ټينګښت کې دې رښتينې هڅې وکړي.
د غونډې برخوالو د يو نمايشي خوځښت په ترڅ کې پلاستيکي ټوپک په قفسونو کې بند کړل او په هېواد کې د جګړو او وينې تويولو د دوام په اړه يې کرکه وښودله.
ددې مدني خوځښت جوړونکي او د مدني ټولنې فعال سميع دره يي پژواک خبري اژانس ته وويل:" موږ ځکه د هوايي ډګر واټ ته راغلي يوو، چې پر دې سړک څو ځله چاودنې او ځانمرګي بريدونه تر سره شوي ، غواړو چې نړيوالو ته ووايو، موږ سوله غواړو."
نوموړي زياته کړه، د مدني ټولنو فعالان پر هغو سړکونو چې د بې ګناه خلکو وينې تويې شوې دي، د ګلونو په شيندلو سره سوله غواړي.
دره يي ، په قفسونو کې د پلاستيکي وسلو د بندولو په اړه وويل:" موږ په دې خوځښت سره غواړو چې نړيوالو ته ووايو چې وسلې دې له دې وروسته په قفسونو کې بندې شي، ځکه خلک له وسلو ستړي شوي دي."
هغه د دولت له وسله والو مخالفينو څخه غوښتنه وکړه څو له ځانمرګو بريدونو او چاودنو څخه لاس واخلي او له افغانانو سره د سولې په بهيرکې ګډون وکړي.
هغه زياته کړه:" که وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شي ،موږ به د نن په څير پر هغوى ګلان و شيندو."
د غونډې بل ګډونوال او د مدني ټولنې فعال بارش سروري وويل ،چې ولس له جګړو او وينو تويولو څخه ستړى شوى او د امنيت نشتون د هغوى د ژوند پر ټولو برخو ناوړه اغېز شيندلى دى.
د هغه په وينا، مدني فعالانو له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ له هغوى څخه غواړي چې د تېر په څېر د امنيت ټينګښت کې رښتينې هڅې وکړي او کوم کسان چې سوله نه غواړي ويې ځپي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن