ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ډېرى زورواکي دولت ته ماليه نه ورکوي

په کندهار کې ډېرى زورواکي دولت ته ماليه نه ورکوي

author avatar
29 Aug 2015 - 15:21
په کندهار کې ډېرى زورواکي دولت ته ماليه نه ورکوي
author avatar
29 Aug 2015 - 15:21

کندهار (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د کندهار مستوفيت مسوولين وايي، ګڼ زورواکي دولت ته ماليه نه ورکوي چې له امله يې هغوى د عوايدو په راټولولو او ډېرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د کندهار مستوفي عظيم خان احمدزي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، له يوې خوا په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې اقتصادي فعاليتونه کم شوي او له بلې خوا لا هم ګڼ شمېر زورواکي له ماليې ورکولو تېښته کوي چې له امله يې د هغوى د عوايدو کچه ټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه، مستوفيت له خلکو څخه د هغوى پر بېلابېلو املاکو او اقتصادي فعاليتونو ماليه راټولوي او د بانک له لارې يې مرکز ته لېږي.

خو دى وايي چې په کندهار کې د پخوا په پرتله اقتصادي فعاليتونه کم شوي دي.

د ده په خبره، اوس په کندهار کې هومره لوژستيکي او ساختماني شرکتونه نشته، څومره چې دلته د بهرنيو ځواکونو او PRT د موجوديت پر مهال وو.

نوموړي وويل، هغه لږ شمېر شرکتونه چې پاتې دي، د ماليې ورکولو پر مهال مستوفيت ته د عدم فعاليت بيلانس ورکوي.

هغه زياته کړه، په تېرو کلونو کې د مستوفيت د عوايدو ډېره برخه د همدغو شرکتونو له ماليې برابرېده، چې په دې وروستيو کې د نشت برابر ده، خو د دوى هڅه دا ده چې د عوايدو لپاره نورې سرچينې پيدا کړي.

د دې تر څنګ له خلکو څخه د ملکيتونو او نورو اقتصادي فعاليتونو پر سر د ماليې په راټولولو کې هم ستونزې شته، چې عمده لامل يې زورواکي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.