ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اندونيزيا د افغانستان په سوله کې د فعال رول لوبولو لېوالتيا وښوده

اندونيزيا د افغانستان په سوله کې د فعال رول لوبولو لېوالتيا وښوده

author avatar
30 Aug 2015 - 16:25
اندونيزيا د افغانستان په سوله کې د فعال رول لوبولو لېوالتيا وښوده
author avatar
30 Aug 2015 - 16:25

کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٤): په کابل کې د اندونيزيا سفير وايي چې هېواد يې غواړي د افغانستان د سولې په پروسه کې فعال رول ولوبوي.

د اندونيزيا سفير انصاري تاج الدين دغه څرګندونې د وږي په ٨مه په کابل کې د خپل  هېواد د ازادۍ د ٧٠ مې کليزې د نمانځلو په مراسمو کې وکړې.

په دغو مراسمو کې د افغانستان د کابينې يو شمېر وزيران، مرستيالان، د ملي شورا غړو، د افغانستان بانک رييس، يو شمېر سياسي څېرو، سفيرانو، ديپلوماتانو او علماوو برخه اخيستې وه.

د اندونيزيا سفير انصاري تاج الدين  وويل چې افغانستان او اندونيزيا خپلې دوستانه اړيکې له ١٩٥٠ زېږديز کال راهيسې پيل کړې او د اندونيزيا لومړي ولسمشر سوکارنو Soekarno په ١٩٦١ کال کې له افغانستانه رسمي ليدنه وکړه.

انصاري د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه د خپل هېواد اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه چې هېواد يې هڅه کوي تر څو د يادې ستونزې حل  يوه برخه و اوسي او په دې اړه فعال رول ولوبوي.

نوموړي زياته کړه چې اندونيزيا  افغان محصلينو ته د بورسونو په ورکولو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې له افغانستان سره مرستې کړې او په راتلونکي کې به هم ادامه ورکړي.

د  انصاري په وينا، هېواد يې له ٢٠٠٦ زېږديز کال تر ٢٠١٤ کال پورې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي او په دې وروستيو کې يې په کابل کې د يوه اسلامي مرکز د جوړولو کار هم پيل کړى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال نصير احمد اندېشه يادې غوڼدې ته په خپله وينا کې  د افغانستان او اندونيزيا اړيکې مهمې او تاريخي وبللې او زياته يې کړه چې دواړه هېوادونه له تېرو شپږو لسيزو راهيسې ديپلوماتيکي اړيکې لري.

هغه زياته کړه چې  دواړه هېوادونه ګډ ارزښتونه لري، خو له  ګډو ګواښونو سره هم مخ دي چې بايد پر ضد يې ګډه مبارزه وشي.

نوموړي زياته کړه چې اندونيزيا د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د سولې په پروسه کې پراخې تجربې لري او افغانستان غواړي چې د دوى له تجربو ګټه پورته کړي.

اندېشه د اندونيزيا له هغو مرستو مننه وکړه چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې له افغانستان سره کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال له اندونيزيا وغوښتل چې له افغانستان سره يې لاسليک کړي څلورو تړونونه عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.