ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې ښوونکي او يو زده کوونکى په فارياب اولوګر کې ووژل شول

درې ښوونکي او يو زده کوونکى په فارياب اولوګر کې ووژل شول

author avatar
30 Aug 2015 - 18:24
درې ښوونکي او يو زده کوونکى په فارياب اولوګر کې ووژل شول
author avatar
30 Aug 2015 - 18:24

کابل ، ميمنه( پژواک، ٨ وږى ٩٤): د پوهنې وزارت په لوګر او فارياب ولايتونو کې د درېيو ښوونکو ، يوه زده کوونکي او د يوه ښوونځي سوځول  سخت وغندل او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه وکړه.

هغه خبرپاڼه چې د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي چې ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه دفارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو شورمه  ليسو ښوونکي غلام رسول د محمد مراد زوى او غلام رسول د غلام جان زوى وژلي دي

د پوهنې وزارت وايي، چې د فارياب ولايت خواجه سبزپوش ولسوالۍ د نجونو صحرا قلعه لېسې ښوونکى خال محمد د عبدالمومن زوى د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لوري پر ډزو وژل شوى دى.

د خواجه سبز پوش امنيه قوماندان سمونوال محمد اکبر بشاش وويل، چې ددې ولسوالۍ په صحرايي قلعه سيمه کې يو ښوونکى په داسې حال کې چې جومات ته روان و، وژل شوى دى.

د هغه په وينا، دا ښوونکى خال محمد نومېده او د طالبانو له لوري ووژل شو.

خو د فارياب پوهنې رييس غلام سخي وويل ، ښايي چې قاري خال محمد د شخصي تربګنۍ له امله وژل شوى وي، ځکه څه موده وړاندې يې د سيمې له يو شمېر اوسېدونکو سره لفظي شخړه کړې وه.

د پوهنې وزارت زياته کړه ، چې د لوګر ولايت په بره کې برک ولسوالۍ کې د قلعۀ کهنه لېسې د نهم ټولګي زده کوونکى عبدالستار د عبدالغفار زوى د هاوان ګولۍ د ټوټې له امله، وژل شوى دى.

له بل پلوه، تېره شپه د لوګر مرکز پورک کلي اړوند " شهيد غلام نبي سمسور" ښوونځي اداري خونې د نامعلومو کسانو له لوري سوځول شوې دي.

د پوهنې وزارت زياتوي ،چې د پوهنې ضد دا ټولې کړنې په کلکو الفاظو غندي او له امنيتي ځواکونو غواړي څو ډير ژر ددې پېښو عاملين پيدا او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

ددې وزارت مسوولين له ټولو ديني عالمانو او سپين روبو، په قضيو کې ښکېلو څېرو او له ټولو معارف پالو څخه غوښتنه کوي ، څو د ښوونکي ، زده کوونکي او پوهنې له حريم څخه چې د زده کړې او توحيدپالنې زانګو ده  هېڅ راز همکارۍ و نه سپموي.

ددې وژنو او ښوونځي ته د اوراچونې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.